لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډيټا هيکنگ دمعاملې پلټنې روانې دي، سپينه ماڼۍ


 دوياند، جوش ارنسټ ترمخه ايف بي ائي دسلامتۍ ددې خلاف ورزۍ لړ کې پلټنې کوي، هغه ددې خبرې په لوري پام راگرځولى چې دچا دذمه وار گرځولو څخه دمخه اوس لا ډير کار پاتې دى.
دوياند، جوش ارنسټ ترمخه ايف بي ائي دسلامتۍ ددې خلاف ورزۍ لړ کې پلټنې کوي، هغه ددې خبرې په لوري پام راگرځولى چې دچا دذمه وار گرځولو څخه دمخه اوس لا ډير کار پاتې دى.

سپينې ماڼۍ وئيلي دي اوس مهال په غوڅه توگه دا نۀ شي وئيل کيدى چې په وفاقي اداره په لويه پيمانه دسائر حمله کې دچين هيکران ککړ وؤ، دغه امريکائي وفاقي اداره دپس منظر په اړه دمعلوماتو دراټولو په کار مامور ده اؤ دزرگونو سرکاري ملازمانو دسيکورټي کلئيرنس دجاري کولو فرائض ادا کوي.

دوياند، جوش ارنسټ ترمخه ايف بي ائي دسلامتۍ ددې خلاف ورزۍ لړ کې پلټنې کوي، هغه ددې خبرې په لوري پام راگرځولى چې دچا دذمه وار گرځولو څخه دمخه اوس لا ډير کار پاتې دى.

له دې وړاندې قانون نافذونکو امريکائي چارواکو وئيلي وؤ دچين هيکرانو، چې په ممکنه توگه يې دچين دحکومت سره تړاؤ لرلو، دغه حمله کې ککړ وؤ، حالانکې هغوي دې لړ کې څه نۀ دي وئيلي چې څنگه دې نتيجې ته رسيدلي.

دچين دخارجه وزارت وياند هونگ لا ئي دجمعې په ورځ دغه تورونه رد کړي وؤ اړ وئيلي يې وؤ چې په عامه توگه دغه رقم بريدونه نامعلومه اؤ دپولو څخه بالا وي، ددې اصل سرچينې لټول گرانه معامله وي.

افس اف پرسونيل منيجمنټ( او پي ايم) دزيارت په ورځ وئيلي وؤ ممکنه ده چې دډيټا ددې غلا سره څلويښتو لکو پورې موجوده اؤ پخواني وفاقي ملازمان اغيزمن شي،دا دڅو لسيزو په مهال دحکومتي اهلکارو دډيټا تر ټولو لويې هيکنگ گرځولى شي.

واشنگټن کې دچين دسفارت خانې وياند، زهو هائيقوان په دې خبره زور راوړى چې چين په هيکنگ بنديز لگولى، دهغه په قول په فوري توگه نتيجې راويستل اؤ داندازو په اساس تورونه لگول غير ذمه وارانه اؤ زيانمن دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG