لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي: فضائي عملياتو کې ۱۲ جنگيالي وژل شوي دي ،ائي اېس پي ار


د راپورونو ترمخه په وژل شوؤ جنگيالو کې مهمه کمانډران هم شامل دي .
د راپورونو ترمخه په وژل شوؤ جنگيالو کې مهمه کمانډران هم شامل دي .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د پوځ لخوا په ترسره شوؤ فضائي عملياتو کې ۱۲ جنگيالي وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د پاکستان او افغانستان په پوله پرته علاقه خېبرايجنسۍ کې نن د نهې په سحر وختي فضائي عمليات شوي دي ، چې پکې ۱۲ جنگيالي وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه په وژل شوؤ جنگيالو کې مهمه کمانډران هم شامل دي .

د پاکستان پوځ تېر کال د جون په مياشت کې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او د هغې نه پس د اکتوبر په مياشت کې د وسله والو په ضد پوځي عمليات د خېبرايجنسۍ پورې غځول شوي وو ، چې تراوسه روان دي .

چارواکي ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ زياتې برخې يې د جنگيالو څخه پاکې کړي دي . د پوځ ترمخه وسله وال په تېښته دي او د قبائيلي سيمو لرې پرتو علاقو کې گېر دي .

د گل په ورځ شمالي وزيرستان کې د پوځ او وسله والو ترمينځ انښته شوې وه ، او د ائي اېس پي ار ترمخه په دغه جگړه کې ۱۹ وسله وال او اووه عسکر وژل شوي وو .

Recommended

XS
SM
MD
LG