لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش په ضد دجگړې ديوې ورځې خرڅ ٩٠ لکه ډالر دي،پينټاگون


 پينټاگون دداعش په ضد دجگړې دلگښت جزئيات په ډاگه کړي.
پينټاگون دداعش په ضد دجگړې دلگښت جزئيات په ډاگه کړي.

امريکا تيرکال داگست په مياشت کې دتندروه ډلې داعش په ضد عراق اؤ شام کې دپيل کړل شوؤ کارروائيو په مهال تر دې مهاله دوه اربه اؤ ٧٠ کروړه ډالر خرڅ کړي اؤ ددغه ډلې په ضد يوه ورځ کې دجگړې خرڅ ٩٠ لکو ډالرو ته رسيدلى دى.

پينټاگون دداعش په ضد دجگړې دلگښت جزئيات په ډاگه کړي.

دامريکا ددفاع دمحکمې ددغه شميرې ترمخه ددغه رقم په دريوؤ کې دوه برخې يعنې تقريباً ٨٠ کروړه ډالر په فضائي بريدونو لگول شوي اؤ دنورو لارو شوې جگړه کې روزانه ٥٠ لکه ډالر خرڅ شوي.

په لمړي ځل په ځانگړو خفيه عملياتو دشوي لگښت يادونه هم شوې اؤ دتيراگست څخه دې لړ کې دوه کروړه ډالر خرڅ شوي دي.

په ياده دې وي چې امريکائي کانگريس په نور لگښت دبنديز لگولو لپاره دنوې قانون سازۍ وړانديزرد کړى ؤ.

دپوځ په عملياتو کې لگښتونه تيرکال اگست کې عراق اؤ بيا يوه مياشت وروستو شام کې دپيل کړل شوؤ فضائي بريدونو سره سيوا شوي دي.

دپينټاگون له لوري دجاري کړل شوؤ لگښتونو په تفصيلاتو کې 43 کروړه اؤ 80 لکه ډالر دبحريې دي چې پکې دجنگي اؤ نورو جهازونو لگښتونه دي، په پوځ ٢٧ کروړه اؤ ٤٠ لکه ډالر خرڅ شوي کوم چې په عراق کي ځمکنو پوځونو ته تربيت ورکوي.

دوه کروړه اؤ لس لکه ډالر دانټلي جنس اؤ څارنې په هلو ځلو لگيدلي دي.

تندروه ډلې داعش تيرکال دشام اؤ عراق په بيلا بيلو برخو قبضه کړې اؤ دغلته يې دخپله ځانه دخلافت اعلان کړى ، دغه ډله په لويه پيمانه دخلکو په وژنه کې ککړ ده.

امريکائي صدر براک اوباما داعش دنړيوال امن لپاره خطره گرځولې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG