لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور مينه بازار چاؤدنه کې ککړ شکمن تن اټلي څخه نيول شوى


په نيول شوي تن تور دى چې هغه په ٢٠٠٩م کې دپيښور په مينه بازار کې ترسره شوي هاغه بريد کې برخه اخستې وه چې پکې دښځو اؤ ماشومانو په گډون ١٣٤ کسان وژل شوي وؤ.
په نيول شوي تن تور دى چې هغه په ٢٠٠٩م کې دپيښور په مينه بازار کې ترسره شوي هاغه بريد کې برخه اخستې وه چې پکې دښځو اؤ ماشومانو په گډون ١٣٤ کسان وژل شوي وؤ.

اطالوي پوليسو کال ٢٠٠٩م کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور په مينه بازار کې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دککړ يو شکمن پاکستاني تن دپلازمينې روم څخه دنيولو دعوه کړې ده.

په نيول شوي تن تور دى چې هغه په ٢٠٠٩م کې دپيښور په مينه بازار کې ترسره شوي هاغه بريد کې برخه اخستې وه چې پکې دښځو اؤ ماشومانو په گډون ١٣٤ کسان وژل شوي وؤ.

اکتوبر کال ٢٠٠٩م کې دپيښور په په مينه بازار کې دترسره شوې بمي چاؤدنې په نتيجه کې دښځو اؤ ماشومانو په گډون ١٣٤ کسان وژل شوي وؤ اؤ دغه پيښه دپاکستان په تاريخ کې دبدو ترهه گريزو پيښو څخه يوه گرځول شوې وه.

دفرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ترمخه پوليسو شکمن تن دفيوميسينو ائيرپورټ څخه نيولى دى.

دترهه گرۍ ضد پوليس باور کوي چې دغه تن هاغه شکمن ځانمرگي ته هم پناه ورکړې وه چې گمان کيدو په اټلي کې به يو بريد ترسره کړي.

دنيول شوي تن نوم اؤ نور تفصيلات تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي.

سږکال داپريل په مياشت کې هم داټلي پوليسو په سردينا جزيره کې دترهه گرو ديو نيټ ورک دړنگولو دعوه کړې وه، دغه نيټ ورک دالقاعده دپخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن ددوؤ ساتونکو په مشرۍ کې چلول کيدو، دچارواکو په وينا دغو کسانو په ويټيکن کې دممکنه ترهه گريزو بريدونو منصوبه بندي کوله، نيول شوؤ کې پاکستاني اؤ افغان وگړي هم شامل وؤ.

پوليسو وئيلي وؤ چې د١٨ؤ کسانودنيولو وارنټ يې ترلاسه کړى ؤ چې پکې نهه نيول شوي وؤ اؤ نور داټلي څخه وتلي وؤ.

په دغو کسانو کې هم دځينو په اړه پوليسو شک څرگند کړى ؤ چې هغوي دپيښور په مينه بازار کې ترسره شوي بريد کې ککړ وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG