لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرپښتونخوا کې پولیس کلچر کې د بدلون دعوې اؤ د مینځ کیسه


حکومتي وزیران، پولیس افسران ټول دا دعوې کوي چې خیبر پښتونخوا کې پولیس کلچر بدل شوی دی
حکومتي وزیران، پولیس افسران ټول دا دعوې کوي چې خیبر پښتونخوا کې پولیس کلچر بدل شوی دی

د پیښور ګلبهار ټانې ته د ننوتو نه پس ..
السلام علیکم ... زما لاسونه ډیر په احترام د میز ترشا په پرته کرسۍ ناست رعب داره صاحب ته وړاندې کیږي...
'"وا سام" اؤ ددې الفاظو سره سم زما لاس ته فقط دوه کوتې راځي.....
کښیناستی شم ؟ زما ددغه پوښتنې سره په کرسۍ ناست صاحب خاموش پاتې کیږي ، زه د ځان سره پیکه کیږم
اؤ بیا زه له خپله انده میلمنو دپاره په پرتو کرسو کښینم ...
د ښه ډير ساعت د انتظار باوجود صاحب په خبرو بوخت دی اؤ تو جو یې زما پله نه راګرځي ....
صاحبه زه څه خبره لرم .....
هن وایه ؟
هغه مختصر جواب راکړو...
زه :مانه د بانک ای ټي ایم کارډ ورک دی ، غواړم روزنامچه رپورټ درج کړم چې څوک یې بې ځایه استعمال نه کړي ...
صاحب : نو مونږ څه کولی شو ؟ بینک ته لاړ شه بلاک یې کړه
زه : سر جي بلاک کړی مې دی خو د نوي ای ټي ایم کارډ اخستو دپاره د روزنامچه رپورټ نقل بانک کې جمع کول ضروري وي .
صاحب : غربۍ تاڼې ته لاړشه دا کار هلته کیږي .
زه : سر خو مانه کارډ د ګلبهار تاڼې حدودو کې ورک شوی دی
صاحب : ښه نو بیا کچهرو ته لاړ شه سټام پیپر ډک کړه بیا راځه خبرې به کوؤ.
زه :صاحبه روزنامچې د پاره سټام پیپر ته ضرورت وي ؟
صاحب په غصه کې : خانې مونږ سره د بحث ټیم نشته ،چې څه مې درته ووې هغه وکړه اؤ پاڅیږه ...
بیا مجبوره زما ګوتې خپل موبائیل ته ورځي
زه په موبائیل ویم : چرته یې روره
هغه :خان جي زه خو علاقه کې په ګشت یم ارډر کوه
زه :یاره تاڼه کې دې ولاړ یم د ای ټي ایم کارډ ورکیدو روزنامچې لیکلو له راغلی من
هغه : ورکه فون مرزا له
هن دا واخلئ خبرې وکړئ
صاحب: زه چا سره خبرې نه کوم پاڅه
زه: ستاسو ایس ایچ او صاحب دی
صاحب . ښه ښه راکه راکه
صاحب : السلام علیکم سر ! ..جي ...جي ، ښه سر ، بې غمه شئ سر. زما مشر دی سر ..
د فون بندیدو سره سم ... هلکه فلاني ورشه مشر له یو فریش جوس راوړه
زه : نا نا روره کور دې ودان بس کار مې وکړه
صاحب: خان جي کارونه به کیږي ، مونږ تابعدار یو
بیا د جوس پځایې کوکا کوله شربت راغی رپورټ د سترګور رپ کې ولیکل شو .....
زه : سر جي یوه خبره وکړم ، قهریږي خو به نه ؟
صاحب : نا سر ارډر کوئ زمونږ مشران یئ
زه : ګوره زه اورم حکومتي وزیران، پولیس افسران ټول دا دعوې کوي چې خیبر پښتونخوا کې پولیس کلچر بدل شوی دی ... زه خوشحال وم چې اوس به کخیري تاڼې ته د تګ نه مخکښې سفارشي ټیلفون ته ضرورت نه وي . ځکه ډاډه راغلم ، خپلې پیژندګلو ته مې ضرورت محسوس نه کړو چې زه صحافي یم اؤ د فلاني رور ، د فلاني تربور یم ... خو دلته په راتلو بیا هم مجبور شوم چې د سفارش سهاره واخلم ، دا هاغه بدل کلچر دی؟
که زه صحافي نه وم نو اوس به په سخته ګرمۍ کې د خپل یو وړوکي ضرورت د پاره څومره کړیدم ؟
صاحب :جي ،جي ،جي تاسو ټیک وایئ ، بس تعارف ښه شی دی
زه : زما تعرف د یو انسان اؤ ددې ملک دیو عام شهري په توګه قابل قبول نه دی ؟
صاحب .. هی هی هی هی هی . بس سر جي معافي غواړو
دا دی خیبر پښتونخوا کې د پولیس بدل شوی کلچر

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG