ار اېس اېف وویل د بول نیوز کوربه عمران ریاض صورتحال د ای ار وايي نیوز ټېلې وژن چېنل خبریال ارشد شریف ته پام بیايي چې د عمران خان حمایت یې کولو او د ګرفتارۍ د ویرې تېر کال د اګست په میاشت کې د پاکستان نه کينیا ته ورسېدو او بیا د اکتوبر په ۲۳ نېټه په کینیا کې په ډزو ووژل شو
د یونېورسټي اف ورجینیا د اوبه د مطالعې ماهر د جهیلونو څېړنه کونکي ډلې مشر و ساینس نومې مجلې کې شایع شوي کې يې وویل په قدرتي جهیلونو کې د اوبو 56 فیصد کمی د نړیوالې تودوخي او د انساني استعمال او د دې په نتیجه کې تودوالي له امله شوی دی
څېړونکي وايي د چین او د هندوستان د ۳۵۰۰ کلومېټر سرحد باندې د دواړو ملکونو لانجه لا نوره زیاتېږي. تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د هندوستان په شمال مشرقي ریاست ارونا چل پردېش کې هندوستاني او چینايي عسکرو لاس په لاس جګړه وکړه. چین په ارونا چل پردېش د ملکیت دعوه لري
د امریکې، چین او روس نه پس هندوستان د دنیا څلورم ملک و چې پوځي اخراجات يې زیات وو. د هندوستان د لګښت مالیت ۸۱ اشاریه څلور بېلین ډالر و چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې يې اضافې شرحه شپږ فیصد وه
د هندوستان انډین اېکسپرېس اخبار تېره هفته په خپله اداریه کې وویل نصاب نه مواد حذف کول دا الزام راپارولی شي چې حکومت د ناخوښه حقایقو نه فرار غواړي او نه غواړي چط زدکونکي د سماجي او سیاسي حقیقتونو ته په تنقيدي رویه کتنه وکړي
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د متحده قومونو د انساني حقونو دفتر وویل چې د ۲۰۲۳ د شروع راهسې په افغانستان کې د مدني ټولنې د نیول شویو فعالانو شمېره د تشویش وړ ده. ادارې دا هم وویل چې د زیاترو نیولو شویو کسانو په اړه دا هم نه ده معلومه چې چېرته بندي ساتلي شوي دي؟
د خپل لومړي حکومت په شان طالبانو په افغانستان په دویم ځل واکمنۍ کې هم د جینکو په تعلیم، کار روزګار او د حرکت پابندۍ لګولي او هم د دې په سر د نړیوالو بندیزونو او د تنهايي سره مخامخ دي
د ۲۵۰۰ نه تر د ۲۷۰۰ پورې افغانان په بل ملک کې د بیا ابادېدو اهلیت د نه لرلو له امله په یو ای ايي کې پاتې دي چې اېچ ار ډبلیو وايي په خودسره توګه حراست کې ساتل شوي دي
د بهارتیا جنتا پارټۍ یو مشر الوک وتس د اپادهیای د خواست دفاع کړې ده. هغه وي او ای ته وویل چې مسلمانانو حکمرانو په عمومي توګه د هندوانو مندرونه ړنګ کړي او په زور يې هندوان مسلمانان کړی نو ځکه د پخوانیو نومونو احترام ضروري نه دی او تبدیلي يې جایزه ده
د خبریالانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډز، ار اېس ویلي، پاکستان سید فواد علي شاه د خلکو د بدنامولو، چارواکو د ویرولو او په انټرنېټ د درغو، غیر سنجیده، او جعلي معلوماتو د خپرولو په الزام نیولی دی
اېکسس ناو وویل د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د سیاسي اړي کړي او د تشدد په سبب ۴۹ ځله انټرنېټ ته رسايي ځنډول شوي وه چې پکې د ۲۰۲۲ د جنورۍ او د فېبرورۍ په میاشتو کې انټرنېټ د تړلو دپاره پرله پسې ۱۶ احکامات شامل دي
اردو، چې دپاکستان قومي ژبه ټاکل شوي ده، د پنجابۍ او د پښتو نه وروسته په پینځمه درجه ده چې 7.08 فیصد خلک یې د مورنۍ ژبې په توګه وايي خو د دې باوجود هم د پاکستان پښتون میشتو سیمو کې اردو د مکتب او دفتر ژبه ده او پښتو د مکتب، دفتر او د روزګار د ژبې حیثیت نه لري
نور کتل