لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې یواځې 32 فیصده مېرمنې بینکي اکاونټونه لري: اېشین ډېوېلپمنټ بنک


د اسیا ترقیاتي بنک (اېشېن ډېوېلپمنټ بنک) په يو تازه ريوټ کې وېلي د پاکستان په اقتصاد کې د ښځو برخه ډېره کمه شوې او وېره ېې څرګنده کړې چې که دغه جنسي تفاوت ختولو لپاره کومې تګلارې جوړې نه شوې نو دا نور هم زياتېدې شي.

په رپورټ کې د ورکړل شوي شمېرو ترمخه په پنځو پاکستانیو ښځو کې دریو څخه زياتې د بېنک د چارو نه بې برخې پاتې دي. رپوټ زياتوي چې پاکستانۍ مېرمنې د مالیې د ترلاسه کولو پر مهال له ګڼو خنډونو سره مخ دي.

د بېنک د رپورټ ترمخه د پاکستان په اقتصاد کې زنانو ته د برخې ورکولو په نړيوال فهرست کې په لاندې څلورو هېوادونو کې دې او په اسيا کې دريم بدتره هېواد دې. رپورټ زياتوي په داسې حال کې چې په پاکستان کې په عمومي ډول د مالي شمولیت برخه ښه شوی ولې تېره يوه لسيزه کې د زنانو په بېنکونو کې د اکاونټونو شمېره لا نوره هم کمه شوې ده. په کال 2021م کې هم 32 فيصده زنانو په بېنکونو کې اکاونټونه لرل.

رپوټ کې خبردارې ورکړل شوې که چرې ددې مخنيوی ونه شو نو کال 2030 کې به دا شمېره 42% ته ورسي. رپورټ واېي چې د ښځینه کار کونکو کمه شمېره او په بېنکونو کې د دوي د اکاونټنو نيشتوالي مطلب دا دی چې دوي د خپلو مالي چارې د کورنۍ د نارینه غړو بغېر نه شي پوره کولی.

رپورټ واېي چې ټولنیز او مذهبي دودونه د زنانو په کردار ډېراغېز کوي او په پاکستاني ټولنه کې زنانو ته د معاش ګټونکو په نظر نه بلکه په کور دننه کار کونکو په نظر کتل کېږي.

رپوټ کې وېلي شوي دې چې بېنکونو کې د ښځو د اکاونټنو خلاصولو کې د زنانو د رسمي امدن نيشتوالې، د شناختي اسنادو نه لرل لوې خنډان پېدا کوي. او په کليوالو سيمو کې د بېنکونو لرې والې هم د زنانو لپاره لویهمسله ده.

رپوټ کې وړانديزونه ورکړل شوي دي او د هېواد د اقتصادي چارو واکمنه ادارو باندې غږ شوې چې مالي ادارې دې د انټرنېټ د لارې کاروبارونو کې د زنانو برخه زیاته کړي، دوي ته دې د ان لاين روزګارونو موقعې زياتې کړي او د مالي چارو لارې دې ورته اسانې کړي.

د غه تجويزونو کې دا هم وېل شوي چې بېنکونه دې په کمه شرحه زنانو ته قرضې ورکړي او دوي ته ده انټرنېټ د لارې روزګارونو کولو تربېي ورکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG