لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طاقتور شمسي طوفان رنګونه په اسمان راخواره شوي


د امریکا په مېن ایالت د شمسي طوفان د لاسه خواره شوي رنګونه
د امریکا په مېن ایالت د شمسي طوفان د لاسه خواره شوي رنګونه

د ځمکې سره ټکر شوي د یو غیر معمولي طاقتور شمسي یا لمریز طوفان د شنبې په سهار په شمالي نیمه کره کې په اسمان کې د رنګونو خورولو په زړه پورې نندارې خلکو لیدلي دي .

د دې شمسي طوفان له امله د برېښنایي اؤ مواصلاتي نظام د اغېزمنیدو خطرې ښودل شوې دي خو تر اوسه دغه طوفان د برېښنا اؤ مواصلاتو نظام کې هیڅ خلل نه دی اچولی.

د نړیوال خبري اژانس ای پي د رپورټ له مخې په تېرو دوؤ لسیزو کې تر ټولو زیات طاقتور لمریز طوفان د جمعې په ورځ د ځمکې سره ټکر شوی چې له امله یې په امریکا ، برتانیه، اؤ یو شمیر نورو هیوادونو کې په اسمان رنګا رنګ رڼاګانې خورې شوي اؤ دغه زړه پورې نندارې خلکو لیدلي هم دي.

ماهرین وایي چې د رنګداره نمر شغلې تر لکونو کلو میټره پورې خورې دي چې د زمکې د ټولې برخې نه 15 چنده سیوا دي.

په وروستي ځل داسې سخت سمشي طوفان په کال 2003م کې راغلی ؤ.

ای پي وایي په امریکا اؤ برتانیه کې زیاتو خلکو د شنبې په سهار په اسمان خواره شوي رنګونه لیدلي اؤ دهغې عکسونه یې په سوشل میډيا هم خپاره کړي دي.

د برتانیې د هوا د ادارې میټ افس د موسمیاتو ماهر کرس نیل ویلي چې په ګرد هیواد کې په اسمان د خورو شوؤ رنګونو ننداره خلکو کړې ده اؤ دفتر یې د پراګ اؤ بارسلونا په ګډون اروپایي هیوادونو نه هم په اسمان د خورو شوؤ رنګونو عسکونه اؤ معلومات ترلاسه کړي دي.

د برتانیې د هوا ادارې د برېښنا اؤ هوایي جهازونو د اپریټرانو تر څنګ وفاقي ایمرجنسي انتظامي ایجسنۍ ته هم د احتیاطي تدبیرونو کولو خبرداری ورکړی دی.

د امریکې نیشنل اوشینک اینډ ایټمو سفیرک ایډمنستریشن (نووا) ویلي چې د لمر څخه په چټکتیا سره وتلې مادې د ځمکې سره ټکر شوي دي چې ددې اثرات به د روانې اوونۍ تر پائ دوام ولري.

رپورټونه وایي چې د لمړیز طوفان نه راوتلي ځمکني مقناطیسي طوفان تر جي 5 درجې خور شوی دی چې له دې امله د جي‌ پي ایس، اسپیس کرافټ، سیټلایټ اؤ نورې ټیکنالوجۍ د اغېزمنېدو اندېښنې شته

د نووا د خلایي چارو د مرکز ساینس پوهه روب اسټین برګ ویلي "دلته په ځمکه زیاتره خلکو ته به دهیڅ کولو ته ضرورت نه وي"

نووا د خلایي موسم پیشنګوي کوونکی شان ډهل وایي په ریکارډ شوي تاریخ کې تر تولو سخت شمسي طوفان په کال 1859کې په وسطي امریکا کې لیدل شوی ؤ

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG