لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات کې اور لګیدنې د یوې کورنۍ 11 کسان وژلي


د اور لګیدو له امله هوا ته پورته شوی د تیلو ټانکر په یو کور پریوتو
د اور لګیدو له امله هوا ته پورته شوی د تیلو ټانکر په یو کور پریوتو

د نهې په ورځ د افغانستان په لویدیز ښار هرات ولایت کې د اور لګیدو له امله د یوې کورنۍ 11 کسان مړه شوي چې10 ماشومان هم پکې شامل دي اؤ 18 نور ژوبل شوي دي

چارواکي وایي دغه چاودنې د شپې په مهال د هرات د کمرکلاغ سیمه کې د ګیس سلینډرو په یوه کارخانه کې شوي دي چې دغه کارخانه د کډوالو دکیمپ سره نزې ده .

چې د چاودنو سره سم د کارخانې خواته ولاړ د تیلو یو ټانکر په هوا کې پورته شو اؤ په یو نزې کور وغورځیدو چې له امله یې ددغه کور 10 ماشومان اؤ یوه زنانه مړه شوي اؤ 18 تنه نور ژوبل شوي.

دهرات د والي ویاند احسان الله حیات خبریالانو ته وئیلي "د اور دومره تیز ؤ چې د شپې په یوولسو بجو لګیدلی اؤ تر سهاره یې لمبې پورته کیدی"

د هرات د روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي دغه پیښه کې د لسو ماشومانو د مړینې د پخلي په ترڅ کې وئیلي پیښه کې د ژوبل شوو نورو څلورو کسانو حالت هم د اندیښنې وړ دی اؤ هغوئ د علاج د پاره د هیواد څخه بهر لیږل شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG