لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وايي د داعش په ضد جګړې لپاره خپل وګړي نه ليږو


په هند کې نزدې د يو کال مودې راهسې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو ډلو خواهش لرلو چې هغه د داعش په ضد د بغداد په ملاتړ کې د جګړې دپاره لاړ شي .
په هند کې نزدې د يو کال مودې راهسې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو ډلو خواهش لرلو چې هغه د داعش په ضد د بغداد په ملاتړ کې د جګړې دپاره لاړ شي .

د هند حکومت د تُندروه ډلې داعش په ضد د جګړې لپاره د خپلو وګړو نه لېږلو پرېکړه کړې ده . په هند کې نزدې د يو کال مودې راهسې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو ډلو خواهش لرلو چې هغه د داعش په ضد د بغداد په ملاتړ کې د جګړې دپاره لاړ شي .

خو د څو مياشتو د عدالتي کارروايۍ او اولسي غوښتنو نه پس حکومت تېره اوونۍ د دې خبرې د اجازت نه ورکولو اعلان کړی د کوم نه چې د هند وګړي د خطرو سره مخ کيږي .

د دهلي په ستره محکمه کې د داخله امورو د وزارت لخوا يو بيان حلفي جمع کړی شوی ، چې پکې وئيل شوي د هند وګړي " د دې نه انتهاپسند جوړېدی شي او د عراق نه په واپسۍ په هند کې هم په انتهاپسندۍ لاس پورې کولی شي" .

د بيان حلفي ترمخه " د هند يو وګړي ته په کومه لانجه کې د برخې اخيستو اجازت ورکول د ترهګرۍ په هلو ځلو کې د برخې اخيستو مترادف دي، کوم چې د هند په حکومت د نورو ملکونو لخوا ترهګرۍ ته د ودې ورکولو د تورونو سبب جوړيږي د دې دپاره قامي ګټه دا ده چې د هغويې د عراق لېږلو نه منع کېدو دپاره به پوره کوششونه کولی شي" .

تُندروه ډلې داعش تېر کال د شام او عراق په لويه علاقه قبضه کړې او هلته يې د خلافت اعلان کړی دی ، او د شيعه ابادۍ او غېر مسلمانانو په قتل عام او د هغويې په ځورولو يې لاس پورې کړی دی .

د نورو ملکونو په ګډون امريکا هم خطرو ته په کتو د دې مخالفت کوي چې وګړي ېې د عراق سفر وکړي او وايي چې د هغو خلکو ملاتړ نه کوي څوک چې د داعش په ضد جنګېدو دپاره هلته تلل غواړي .

خو په امريکا کې هم داسې قانون نشته چې کوم حکومت يا ازاده ډله د داعش په ضد جنګېدو نه منع کړي ولې خلک يې نه شي کولی چې د ترهګرو ډلو مرستې وکړي .

د هند د حکومت په حلفي بيان کې خبرداری ورکړی شوی دی چې د کوم بهرنې ملک په دغه ډول لانجه کې برخه اخيستل په خپله په ملک کې اړی ګړی جوړولی شي .

" د کوم يو مسلک سره تعلق لرونکو ته د شام يا عراق په شخړه کې د برخې اخيستو د اجازت ورکولو نه په هند کې په نورو مسلکونو اثرات پرېوتی شي، دا نېغ په نېغه هند کې د فرقه وارانه شخړو سبب جوړېدی شي کوم چې د قامي ګټو په ضد دي" .

د هند هغه وګړي چې عراق ته د تلو د هڅو پلويان دي، هغويې وايي د حکومت د پرېکړې باوجود به خپل اواز پورته کوي .

د راپورونو ترمخه د هند په يو ارب او ۲۷ کروړه ابادۍ کې نزدې څلورنيم کروړه خلک د شيعه مسلک سره تعلق لري د کوم مشران چې د عراق او شام سره مينه لري او د هغې وجه هم دغه ده چې په دغو ملکونو کې د دې خلکو مقدس ځايونه موجود دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG