لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل امن انعام "مکالمې" گټلی دی


د منځني ختيز د اولسي جگړې اخرنۍ معرکې ته لا په مخکې یو اوږد مزل پروت دی- گنجئ لا په سربیدلو دي-
د منځني ختيز د اولسي جگړې اخرنۍ معرکې ته لا په مخکې یو اوږد مزل پروت دی- گنجئ لا په سربیدلو دي-

که نړۍ نن یو خوا ته د بحیره روم په شرقي کناره د شام په بازارونو کې د انساني وينې د بهیدلو ننداره کوي نو په غربي کناره یې د شمالي افریقې ورکوټې وطن تیونس خلقو د ښیگړې او د صولې د مفکورې په بنیاد د نوبل نړیواله امن جایزه وگټله او ثابته یې کړه چې که څلور تنان هم وغواړي نو خپل پوره هېواد د خانه جنگۍ نه ساتلی شي- د دورِ روم د اثارو نه ډک د بارډو عالي شانه میوزيم او د اسلامي شان لویې الزیتون جماعت په انگڼ کې د راټول شوي تیونيسیانو سرونه نن د ویاړنه ډیر لوړ دي-

خو — د تاریخ د پوهانو اود قامونو د نبض شناسانو گمان دی د منځني ختيز د اولسي جگړې اخرنۍ معرکې ته لا په مخکې یو اوږد مزل پروت دی- گنجئ(مارغه چې خراپه شوې غوښه خوري) لا په سربیدلو دي-

د بحیره روم په غاړه د خونانو او کجورو د ونو په څانگو کې ناستې د امن کونترې په کال دوه زره لسم کې د جسمين انقلاب شور داسې ترولې دي چې تر اوسه بیرته نه دي ستنې شوي – اوس پوره پینځه کاله وروستو ددغه انقلاب د سپرلی گلونو په مړاوي کیدلو دي او ځایې په ځایې د ونو په څانگو باندې گنجئ خورې کړې وزرې ناستې دي

د تیونس د قامي مکالمې اتحادیې په کال دوه زره یولسم کې د صدر ذین العابدين بن علي د لسیزو راهسې د مطلق العنانيت د تاجدارۍ د نمر د ډوبیدلو وروستو د سیکولر او بنیاد پرستو گوندونو تر مينځه د مکالمې یو داسې پُل تیار کړو چې نن پرې د تیونس د امن قافله ډیره په ارام پورې ووځي-

د خانه جنگۍ تاریخ تل په انساني وينه ليکل شوی دی- د امريکې د شمالي یونینسټانو او جنوبي کنفیډیرسټانو تر منځه په نسلي تپاوت شوې خانه جنگۍ نه واخله تر د ایروایشیا د سړو اوبو په غاړه پرتو هېوادونو او وس د شمالي افريقاېي او عرب هېوادونو خانه جنگو په لکونو انسانان وژلي دي- شاید د تیونس د فکر خاوندانو د نړۍ د خانه جنگوتاریخ ډیر په غور لوستلی او زوت کړی ؤ-

د اتحادیې د مشرانو په خیال په هېواد کې دسياسي قلارۍ او معاشي ټيکاؤ لپاره ضروري وه چې اولس د غاړې زغرې کوزې کړي په لاسو کې راپورته کړې تورې ډالونه کیږ دي او مشران یې جرگو ته کيني او د خانه جنگۍ په ژۍ ولاړ هیواد په جمهوري لاره روانولو څه حل رااوباسي- د کال دوه زره پينځلسم نوبل امن نړيواله جایزه گټونکي تنظيم تیونيسیا نیشنل ډایلاگ کوارټیټ یعني د تیونس د قامي مکالمې اتحادیې کې د مزدور یونین، دبشري حقونو تنظيم او د وکيلانو تنظيم غړي شامل دي-

د قامي مکالمې اتحادیې لپاره د جایزې د اعلان په وخت د نوبل کميټۍ مشرې کِسي کولمین فایو ویلي دي چې دا جایزه دې تنظيم ته د جاسمين انقلاب نه وروستو د جمهوريت لپاره د کار کولو په سر ورکړې کیږي- په کال دوه زره لسم کې د صدر ذین العابدين په ضد اولس راپورته شو او د څه لږو ورځو د تحريک نه وروستو عابدين په واک او هېواد دواړو پریښودلو مجبوره شو-

د تیونس د انقلاب نه ورستو خلقو د شمالي افريقې تر ټولو زیات طاقتوره گڼل کیدونکي حکمران کرنل معمر قذافي او بیا د مصر د حسني مبارک تختې نسکورې کړې- د شام د صدر بشارالااسد په ضد راپورته شوې اولسي غورزنگ تراوسه نه دې کامیابه شوې- خو د عرب انقلاب شورو کیدلو نه تر اوسه پورې نزدې څلور لکه خلق دغه تحریکونو کې وژل شوې دی چې د اتیا فیصده تعلق پکې د شام سره دی-

د عرب انقلاب نه وروستو تیونس یواځينې هیواد دی چې انقلاب یې په کامیابۍ تمام شوی دی- د نو بل کمیټۍ مشرانو خیال دی چې د قامي مکالمې اتحادیې لپاره دا جایزه به د سيمې نور قامونه هم د مکالمې اهميت ته را وپاروي-

بیشکه جرگې مرکې د زغرو تورو نه طاقتورې او میوه دارې وي- تیونس یې لویې مثال دی-

زما ېوشعر دی
جانه راشه خپلې تورې نېزې کېږده -- ما هم زغره کوزه کړې ده له ځانه

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG