لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د بوکوحرام د څارنې دپاره کېمرون ته عسکر ليږي


کېمرون ته د ګل په ورځ ۹۰ امريکايي عسکر رسېدلي دي ، او هيله څرګنديږي چې کېمرون ته ۳۰۰ عسکر ولېږلی شي .
کېمرون ته د ګل په ورځ ۹۰ امريکايي عسکر رسېدلي دي ، او هيله څرګنديږي چې کېمرون ته ۳۰۰ عسکر ولېږلی شي .

د امريکې صدر باراک اوباما کېمرون ته عسکر ليږي ، چې هلته د هوا د لارې د بوکوحرام وسله واله ډلې څارنه وکړي .

د امريکا د دفاع چارواکي وئيلي د کېمرون حکومت په غوښتنه عسکر لېږلی شي ، چې لوئيديزه افريقه کې په نړيواله کچه د انتهاپسندۍ او تشدد د خورېدو مخنيوي د هڅو په لړ کې برخه واخلي .

بوکوحرام د کېمرون په شمالي سيمو کې فعاله ډله ده ، کومه چې د نائيجيريا د شمال ختيزې سيمې سره پوله لري .

وسله واله ډلې په تېرو څو کلونو کې په نائيجيريا کې د ۱۰ زرو نه د زياتو کسانو د وژنې ترڅنګ په کېمرون کې هم په سلګونوعام ملکي وګړي وژلي دي .

صدر اوباما کېمرون ته د عسکرو اعلان د شورو په ورځ سېنيټ او د استازو اېوان (هاؤس اف ريفريزينټېټيو) ته په ليږلي يو خط کې کړی دی .

هغه وئيلي کېمرون ته د ګل په ورځ ۹۰ امريکايي عسکر رسېدلي دي ، او هيله څرګنديږي چې کېمرون ته ۳۰۰ عسکر ولېږلی شي .

يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وايس اف امريکا سره په خبرو کې وئيلي ، عسکر به د کېمرون په شمال کې د هوايي ډګر سره نزدې موقعيت لري .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي عسکر به د کېمرون حکومت سره مرستې کوي او د خپل تحفظ دپاره ځان سره وسله ساتي ، نا چې د جنګي عملياتو دپاره .

کېمرون د هغې ملکونو په شريک سيمه ييز ټاسک فورس کې برخه اخلي کوم چې د وسله والې ډلې سره په جګړه دي او دغه ډله د نائيجيريا په شمال کې د اسلامي خلافت جوړولو هڅې کوي ، په ټاس فورس کې شامل نورو ملکونو کې چاډ، نائيجيريا او بېنن شامل دي .

دا نه ده واضحه چې امريکايي عسکر به کېمرون کې د کله پورې موجود وي ، خو د امريکې د دفاع چارواکي وئيلي دويې به ترهغې دغلته وي څو پورې چې د دويې د موجودګۍ خواست وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG