لاس رسیدونکی لینک

 
افغانستان کې د امريکايي عسکرو پاتې کېدو نوی اعلان، د اشرف غني هرکلی
تازه خبر

افغانستان کې د امريکايي عسکرو پاتې کېدو نوی اعلان، د اشرف غني هرکلی


صدر اوباما سره د خبري غونډې په مهال مرستيال صدر جوبائيډن، د دفاع وزير اېش کارټر او د ګډو ځواکونو مشر جوزف ډنفورډ هم موجود ؤ .
صدر اوباما سره د خبري غونډې په مهال مرستيال صدر جوبائيډن، د دفاع وزير اېش کارټر او د ګډو ځواکونو مشر جوزف ډنفورډ هم موجود ؤ .

د امريکې صدر باراک اوباما په افغانستان کې د موجودو امريکايي عسکرو هلته د پاتې کېدو او ويستو پرېکړه اعلان کړې او په افغانستان کې د امريکايي عسکرو پاتې کېدو وخت يې اوږد کړی دی .

د زيارت په ورځ سپينه ماڼۍ کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې صدر اوباما ووئيل چې په افغانستان کې به د کال ۲۰۱۶م پورې ۹۸۰۰ امريکايي عسکر موجود وي ، او د کال ۲۰۱۷م د جنورۍ په مياشت کې چې هغه صدارتي دفتر پرېږدي د هغې وروستو به په افغانستان کې ۵۵۰۰ امريکايي عسکر پاتې وي .

صدر اوباما سره د خبري غونډې په مهال مرستيال صدر جوبائيډن، د دفاع وزير اېش کارټر او د ګډو ځواکونو مشر جوزف ډنفورډ هم موجود ؤ .

د امريکې صدر تېر کال اعلان کړی ؤ چې د کال ۲۰۱۶م نه پس به يواځې ۱۰۰۰ امريکايي عسکر په کابل کې د امريکې د سفارتخانې د ساتنې دپاره پاتې شي او نور ټول به وويستل شي .

خو د زيارت په ورځ صدر ووئيل افغانستان کې اوس هم د امنيت وضع ښه نه ده کوم ته په کتو چې افغان حکومت د امريکې نه د مرستو دوامداره ساتلو خواست کړی ؤ .

د افغانستان صدر اشرف غني د صدر اوباما د زيارت د ورځ د اعلان هرکلی کړی او وئيلي يي دي دا د دواړو مشرانو ترمينځ د څو مياشتو راهسې د روانو خبرو نتيجه ده .

اشرف غني وئيلي دغه پرېکړه يو ځل بيا د امريکې او افغانستان د ملګرتيا او کلکو اړيکو څرګندونه کوي .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو جنګي عمليات ختم شوي ، او اوس يې د افغان ځواکونو د تربيي ، مشورو او ترهګرۍ په ضد د مرستو مشن روان دی .

امريکايي چارواکو وئيلي د امريکا د افغانستان نه د وتو پرېکړه د سپينې ماڼۍ، پوځي او دفاعي مشرانو ترڅنګ د افغان چارواکو د څو مياشتو د غور نه پس په داسې مهال شوې چې د افغان ځواکونو نه د کندوز واک د طالب وسله والو لاسو ته لاړو .

د امريکې صدر خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي د پاکستان لخوا د فشار زياتېدو په نتيجه کې القاعده افغانستان ته تلې او د هغه په وينا مونږ هلته د ائي اېس ائي اېل (داعش) موجودګي هم وليده .

هغه ووئيل د افغانستان په ځينو مهمو علاقو کې اوس هم د امنيت صورت حال نازک دی او په ځينو ځايونو کې د اړي ګړي ويره موجوده ده .

امريکايي صدر په خپلو خبرو کې د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف د امريکې د دورې يادګېرنه هم کړې او وئيلي يي دي ، چې د پاکستان وزيراعظم سره به د افغانستان د حالاتو ترڅنګ د داعش په مسله هم خبرې اوکړي .

صدر اوباما وئيلي افغانستان به د امريکا جنګي عمليات ختم شي او د افغان حکومت او اولس سره کړې ژمنوته به دوام ورکوي او افغانستان به هيڅکله د ترهګرو پټ ځايې جوړېدو او د ترهګر بريدونو کارېدو ته نه پرېږدي .

خبري غونډې ته په وينا کې صدر اوباما وئيلي چې د راتلونکي کال تر اخره پورې به افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمېره ت ۵۵۰۰ پورې وي کوم چې به په کابل، باګرام، جلال اباد او قندهار کې تعينات وي او د القاعده په ضد به عمليات کوي .

بل لور ته د زيارت په ورځ افغان طالبانو وئيلي چې په افغانستان د امريکې په مشرۍ هر قسمه قبضه ختمېدل او اسلامي حکومت جوړېدل پکار دي او افغانستان کې دې بهرنی مداخلت نه وي .

طالبانو د کال ۲۰۱۶م نه پس په افغانستان کې د امريکې او ملګري نېټو ځواک د پاتې کېدو په اعلان نيوکې کړي دي .

د امريکې صدرباراک اوباما وئيلي امريکا به د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت مرستې دوامداره ساتي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG