لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشارالاسد لخوا ماسکو کې روسي صدر سره دشام په ستونزه خبرې


 دشام سرکاري ميډيا دشورو په ورځ وئيلي دي چې دواړو مشرانو شام کې دترهه گرو په ضد دپوځي کارروائيو ددوامداره ساتلو په اړه په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کړي دي.
دشام سرکاري ميډيا دشورو په ورځ وئيلي دي چې دواړو مشرانو شام کې دترهه گرو په ضد دپوځي کارروائيو ددوامداره ساتلو په اړه په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کړي دي.

دشام صدر بشارالاسد ماسکو کې دروس صدر ولاديمير پوتن سره ليدنه کړې ده، دتيرو څلورو کلونو څخه دزياتې مودې راهسې دخانه جنگۍ دښکار هيواد شام دصدر بشارالاسد دا لمړۍ باضابطه غيرملکي دوره ده.

دشام سرکاري ميډيا دشورو په ورځ وئيلي دي چې دواړو مشرانو شام کې دترهه گرو په ضد دپوځي کارروائيو ددوامداره ساتلو په اړه په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کړي دي.

دشام حکومت دصدر مخالفينو لپاره دترهه گر اصطلاح کاروي.

ددواړو هيوادونو دليدنې په اړه دکريملن په ويب پاڼه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې صدر بشارالاسد په پوځي مرسته دخپل روسي سيال مننه ادا کړه.

صدر پوتن وويل روس دشام دستونزې سياسي حل کې مدد لپاره تيار دى اؤ ددغه ستونزې دپرامنه هواري غوښتونکو نورو نړيوالو قوتونو سره به په گډه کار کوي.

روسي صدر په دې موقع وويل دهغه دهيواد له لوري شام کې په پوځي محاذ به مثبت پرمختگ داوږدمهاله سياسي حل بنياد ورکوي چې پکې به تول سياسي قوتونه، نسلي اؤ مذهبي ډلې شاملې وي.

دروس صدر دبشاالاسد نزدې ائتلافي دى هغه کال ٢٠١١ء کې شام کې دپيل شوې خانه جنگۍ څخه راپديخوا دشامي صدر ملاتړ کوي، په دغه مهال امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل کې دشام په اړه دوړاندې کړل شوؤ سختو قراردادونو يې هم مخالفت کړى دى.

دتيرو دريوؤ اوونو راهسې روس شام کې فضائي کارروايۍ پيل کړي په کوم چې امريکا اؤ نور لويديز قوتونه په دې وئيلو سره نيوکې کوي چې ماسکو دغو کارروائيو کې دتندروه ډلې داعش دجنگيالو څخه زيات دصدر اسد مخالفين په نخښه کوي، خو روس دغه دعوې غلطې گرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG