لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په پاکستان نور ایف 16 جهازونه خرڅوي


دا نه ده په ډاګه چې د نوازشریف د امریکا په سفر کې به دغه اعلان کیږي که نه؟
دا نه ده په ډاګه چې د نوازشریف د امریکا په سفر کې به دغه اعلان کیږي که نه؟

د لوړ پوړو امریکایي چارواکو وینا ده چې د اوباما انتظامیه پاکستان باندې د نورو اتوؤ ایف 16 جهازونو په خرڅولو تیاره شوې ده.
دامریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز د راپور له مخې د ایف 16جهازونو د ورکولو مقصد دپاکستان اؤ امریکا تر مینځ دفاعي مرستي ته وده اؤ شراکت ته پراختیا ورکول دی.
پاکستان سره دا وخت 70ؤ پورې ایف 16 اؤ لسګونو چیني اؤ روسي جنګي جهازونه شته.
د امریکایي حکومت دا پریکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې ټاکل شوې نن د پاکستان وزیراعظم نوازشریف دامریکایي صدر باراک اوباما سره ویني اؤ افغانستان کې د جوړجاړي په عمل، اټومي وسلو اؤ نورو بیلابیلو چارو ورسره مهمې خبرې کوي.
راپور کې وئیل شوي چې صدر اوباما د پخواني امریکایي صدر جارج ډبلیو بش په څیر پاکستان د افغانستان په هکله یو مهم ائتلافي هیواد ګڼي خو ددې تر څنګ هغه په پاکستان فشار هم برقراره ساتل غواړي.

په پاکستان د جهازونو د خرڅون لړکې امریکایي حکومت کانګریس څو ورځې وړاندې خبر کړی ؤ.خو دا نه ده په ډاګه چې د نوازشریف د امریکا په سفر کې به دغه اعلان کیږي که نه؟

د نیویارک ټائمز راپور کې د ايټمي وسلو د خوریدو په څارنه د بوخت امریکايي ګروپ فیډریشن اف امریکن سائنټسټس د اوسني راپور د حوالې ورکړی کیدو په ترڅ کې وئیل شوي چې د پاکستانه د جوهري شمیره د 110 څخه 130ؤ ته لوړه شوې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG