لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر 228 ته ورسېدو


د پي ډي اېم ای ترمخه په صوبه کې 1456 کسان ژوبل شوي او 2097 کورونه پکې په مکمله توګه تباه شوي دي
د پي ډي اېم ای ترمخه په صوبه کې 1456 کسان ژوبل شوي او 2097 کورونه پکې په مکمله توګه تباه شوي دي

پاکستان او افغانستان کې د ګل په ورځ راغلې زورورې زلزلې په نتيجه کې د مړينو تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې رامنځته شوې ، او تر دې دمه يواځې په خېبرپښتونخوا کې 184 کسان مړه شوي او د مړو ټوله شمېره 228 ته رسېدلې ده .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د خېبرپښتونخوا صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) د سرکاري شمېرې ترمخه په سوات کې 28، چترال کې 29، په شانګله کې 38، په تور کې 15، کوز دير کې 22، بره دير کې 15، بونير کې اته، بره کوهستان کې 11، پېښور کې څلور، مردان او چارسده کې درې درې، صوابۍ ـ ملاکنډ ـ نوښار کې دوه دوه او کوزکوهستان ـ مانسهره او هنګو کې يو يو کس مړ شوی دی .

د پي ډي اېم ای ترمخه په صوبه کې 1456 کسان ژوبل شوي او 2097 کورونه پکې په مکمله توګه تباه شوي دي .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم ای) ترمخه په قبائيلي سيمو کې 30 کسان مړه او 59 ژوبل شوي دي ، چې پکې يواځې 26 کسان په باجوړ ايجنسۍ کې مړه شوي دي .

ګلګت بلتستان اته کسان مړه، 29 ژوبل، پنجاب کې پينځه مړه، 67 ژوبل او ازاد کشمير کې يو مړ او نهه ژوبل شوي دي .

د اېن ډي اېم ای ترمخه زلزلې د خېبرپښتونخوا ترڅنګ په ټول ملک کې 2520 کورونه تباه کړي دي .

د افغانستان نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه هلته هم د زلزلې له امله 70 مړه او 302 کسان ژوبل شوي دي ، د افغانستان د خبري ادارې پژواک ترمخه زلزلې ټولو زيات زور په کابل، جلال اباد، فائداباد، تالوقان اسداباد او خواؤشا نزدې نورو سيمو کې محسوس کړی شوی دی .

د پاکستان د موسمياتو محکمې چې د زلزلې شدت 8.1 ريکارډ کړی وئيلي يي دي د زلزلې مرکز د افغانستان په جنوب ختيز کې د هندوکش په غرونو کی 82 کلوميټره لرې په ځمکه کې دننه 196 کلوميټره ؤ .

د امريکې د جيولوجيکل سروی د زلزلې شدت 7.5 ريکارډ کړی او وئيلي دي د زلزلې مرکز د چترال نه 67کلوميټره لرې ؤ .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ملک ټولو مرکزي ، پوځي او غېر پوځي ادارو ته د چمتو کېدو هدايات ورکړي دي ، چې ځان خبر ساتي او هر ځايي ته د امداد دپاره ځان ورسوي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم پوځ ته د خلکو د مرستو دپاره د چمتو کېدو هدايات جاري کړي دي ، او ائي اېس پي ار وايي په زلزله ځپلو علاقو کې د پوځ لخوا خلکو سره مرستې پېل کړي شوي دي .

پاکستان کې له دې وړاندې هم زورولې زلزلې شوي ، چې پکې په کال 2005م کې د 6.7 شدت په زلزله کې د 73000 نه زيات خلک مړه او د درې نيم ميلينو نه زيات کورونه تباه شوي وو .

په کال 2013 م کې د 7.7 شدت زلزلې بلوچستان صوبه ځپلې او په دغه زلزله کې 376 کسان مړه شوي وو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG