لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د روس لمړی پوځي وژل شوی


روس د خپلو اهلکارو د وژنې معامله پټه ساتي .
روس د خپلو اهلکارو د وژنې معامله پټه ساتي .

په شام کې نزدې د تېرو څلورو اوونو راهسې د روانو روسي عملياتو په مهال د لمړي وژل شوي عسکر مړی د روس په جنوب کې د هغه پلارنۍ علاقې ته رسول شوی دی ، ولې د هغه د وژنې په اړه متضاد خبرونه مخې ته راغلي دي .

د روس د دفاع وزارت د پوځي د مرګ پخلی کړی او وئيلي يي دي ۱۹ کلن وادم کوستنکوالاذقيه په يوه روسي فضائي اډه کې د تکنيک کار په توګه کار کولو او د خالي په ورځ مړ شوی دی .

د دفاع وزارت وئيلي کوستنکو خپل ځان په خپله وژلی خو پلار يې روئټرز خبري ادارې ته وئيلي هغه ته خپل زويې معلوم دی او هغه کله هم داسې نه شي کولی او ځان نه شي اوېزاندولی .

د روس خبري ادارې انټرفېکس د وزارت دفاع د عامو اړيکو د يوې سرچينې له قوله وئيلي " کوستنکو فضائي اډه کې تعينات ؤ او د ډيوټۍ ختمېدو نه پس يې خودکشي کړې ده " .

راپورونه وايي د ابتدايي تفتيش نه معلومه شوې چې د کوستنکو د موبائيل ټيليفون د پېغامونو نه معلومه شوې ده چې د هغه د يوې جينۍ سره په تعلقاتو کې ستونزې موجودې وې .

د کوستنکو مور پلار وئيلي چې د خالي په ورځ يې هغه سره خبرې کړې او هغه خوشحاله معلومېدو .

د هغه مور وئيلي ، زه د هغه په دغه وجه په مړينه کله يقين نه شم کولی هغه سره به ما هر ورځ يوه يوه نيمه ګېنټې خبرې کولې هغه د خالي په ورځ خوشحاله ؤ او خاندل يې .

روس د خپلو اهلکارو د وژنې معامله پټه ساتي .

د مئ په مياشت کې ولاديمير پيوټن وئيلي ؤ چې د عسکرو د وژنې خبر به د رياستي راز په رنګ پټې ساتلی شي ، نه يواځې د جنګ بلکې په هره زمانه کې .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG