لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف د زلزله ځپلو دپاره مالي مرستې اعلان کړې


د ګورنر په ماڼۍ کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د ګورنر سردار مهتاب احمدخان او وزيراعلی پروېزخټک ترڅنګ د لوړ پوړو چارواکو سره په غونډه کې د زلزله ځپلو دپاره د مالي مرستو اعلان وکړې شو .
د ګورنر په ماڼۍ کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د ګورنر سردار مهتاب احمدخان او وزيراعلی پروېزخټک ترڅنګ د لوړ پوړو چارواکو سره په غونډه کې د زلزله ځپلو دپاره د مالي مرستو اعلان وکړې شو .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ګل په ورځ د راغلې زورورې زلزلې په نتيجه کې د زاني او مالي زيانمنو دپاره د مالي مرستې اعلان کړی دی ، زلزلې دخېبرپښتونخوا صوبې ملاکنډ ډوېژن تر ټولو زيات اغېزمند کړی دی .

د خېبرپښتونخوا صوبې د ګورنر په ماڼۍ کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د ګورنر سردار مهتاب احمدخان او وزيراعلی پروېزخټک ترڅنګ د لوړ پوړو چارواکو سره په غونډه کې د زلزله ځپلو دپاره د مالي مرستو اعلان وکړې شو .

وزيراعظم ووئيل چې د مړه شوؤ کسانو کورنو ته به شپږ لاکه ، په لاس يا پښه معذوره شوؤ ته به دوه لاکه او ژوبل شوؤ ته به يو يو لاک امدادي روپۍ ورکولی شي . نوموړي وئيل د تباه شوي يو کور دپاره به دوه لاکه او د نيم زيانمن شوي دپاره به يو يو لاک روپۍ ورکولی شي .

نوموړي ووئيل په قبائيلي سيمو کې د اوختي زيان دپاره امداد به مرکزي حکومت کوي او د خېبرپښتونخوا د زيانمنو دپاره به نيمې مالي مرستې مرکزي او نيمې د صوبې حکومت ورکوي .

نوازشريف وئيلي د راتلونکي ګل د ورځې نه به ټولو متاثرينو ته د بينکونو نه امدادي رقم مېلاويږي .

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د قامي ادارې (اېن ډي اېم ای) ترمخه تراوسه پورې د زلزلې له امله د مړو شمېره 267 ته رسېدلې او 1836 کسان ژوبل شوي دي . او زلزلې ټول 11388 کورونه تباه کړي دي .

پاکستان کې زلزلې ټولو زياته د خېبرپښتونخوا صوبه ځپلې او د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې ( پي ډي اېم ای) د تازه شمېرې ترمخه په صوبه کې د مړو شمېره 220 ته رسېدلې ده .

د پي ډي اېم ای ترمخه خېبرپښتونخوا کې د زلزلې له امله په رامنځته شوؤ پېښو کې 1656 کسان ژوبل شوي او 10586 کورونه او 147 سکولونه هم تباه شوي دي .

د مرګ ژوبلو تر ټولو زياتې پېښې په شانګله پار ضلع کې رامنځته شوي 49 کسان پکې مړه او 228 پکې ژوبل شوي دي ، دغه ډول زيات کورونه په سوات ، کوزدير او چترال کې غورځېدلي دي ، او سکولونه په بره دير، ټانک، لکي مروت او بنو کې تباه شوي دي .

او د اېن ډي اېم ای ترمخه په قبائيلي سيمو کې 30 کسان مړه او 59 ژوبل شوي چې پکې يواځې په باجوړ ايجنسۍ کې 26 کسان د زلزلې ښکار شوي دي . په ګلګت بلتستان کې د مړو شمېره 10 ته رسېدلې ده .

وزيراعظم نوازشريف وئيلي د زلزلې نه په ځپلو علاقو امدادي کارونه پېل کړی شوي دي . نوموړی تېره ورځ هم پېښور او شانګله پار ضلعې ته ورغلی او نن د پېښور نه پس چترال ته تلی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG