د بيلجيئم حکومت په پلازمينه برسلز کې د ترهګرۍ د خطرې له کبله پورته کړی شوي سخت امنيتي ګامونه د ګل په ورځ هم په ځايې ساتلي دي .
د بيليجئن پراسيکيوټر وئيلي پوليسو د اتوار په ورځ برسلز کې ۱۶ مشکوک کسان نيولي دي ، خو نوموړي وئيلي چې په نيول شوؤکسانو کې د پېرس حملو مشکوک ککړملزم صالح عبدالسلام نه دی شامل .
نن د ګل په ورځ سحر نوموړي په پلازمينه کې وئيلي چې پلازمينه او خواؤشا سيمو کې په مختلفو ۲۰ ځايونو چهاپې وهل شوي دي .
د صالح عبدالسلام په اړه خيال کيږي چې پېرس کې د داعش لخوا د ۱۳۰ کسانو د وژنې او په سلګونو د ژوبلېدو وروستو په ۱۴م نومبر هغه بيلجيئم ته اوختی دی ، د پېرس د حملو مشکوک مرکزي ملزم عبدالاحمداباعود شورو په ورځ د پېرس په جنوب کې د پوليس د يوې چهاپې په مهال وژل شوی ؤ .
بل لور ته بيلجيئن وزيراعظم چارلس مشيل د اتوار په ورځ د قامي سلامتۍ د يوې مهمې غونډې نه پس خبريالانو ته وئيلي ؤ چې په برسلز کې د ترهګرۍ خطره موجوده ده ، او د ګل په ورځ به سکولونه بند او سخت امنيتې ګامونه چمتو وي .
د وزيراعظم په وينا ښار کې به په ځمکه کې دننه چلېدونکی ټرېن سروس د ګل په ورځ بند وي او نوموړي خبرداری ورکړی چې امنيتي چارواکو ته اندېښنه ده چې بمونه او وسله په لاس وسله وال ترهګر د پلازمينې په مختلفو ځايونو حملې کولی شي .
د ملک داخله وزير جين جيمبن خبريالانو ته وئيلي چې چارواکي پېرس حملو کې د ککړ يو ملزم صالح عبدالسلام په لټون کې دي د چا په اړه چې وئيل کيږي هغه د پېرس حملو نه سمدست وروستو بيلجيئم ته اوختی دی .
برسلز کې د اتوار په ورځ سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او په ښار کې د کرفيو په رنګ ماحول جوړ ؤ ، خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو وئيل شوي ، سب وی نظام بند، بازارونه او سړکونه خوشي پراته ؤ .
د ترهګرۍ د مخنيوي په خاطر برسلز کې د پوليس او نورو قانون نافذؤنکو ادارو په زرګونو سرتيري ځايې په ځايې کړی شوي دي .