يو روسي سفارت کار وئيلي دي ېچ دترکي اؤ شام دپولې ترڅنگ درانسکورې کړل شوې الوتکې دپائيلټانو څخه يو شامي پوځ ته په لاس ورغلى کوم چې اوس اوس دروس پوځي اډې ته بوتلل کيږي.
فرانس کې دروس سفير اليگزينډر ارلوف وئيلي دي چې دنهې په ورځ دترک فضائيې دالوتکو له لوري دپه نخښه کړل شوې روسي جنگي الوتکې دوهم پائيلټ په بې دردۍ سره وژل شوى دى.
دروسي الوتکې درانسکوريدو څخه وروستو دپيراشوټ له لارې دراکوزيدونکو پائيلټانو ژغورلو لپاره په ليږل شوي هيلي کاپټر هم ياغيانو ډزې کړې وې چې په نتيجه کې دغه هيلي کاپټر کې ناست يو پوځي وژل شوى ؤ.
ترکي وائي روسي الوتکه ١٧ؤ سيکنډو پورې دپولې کلو ميټرو دننه فضائي حدودو کې وه اؤ هغوي په دغه الوتکه دډزو کولو څخه دمخه دې ته ١٠ ځله خبردارى ورکړى ؤ.
يو امريکائي چارواکي خبري ادارې روئيټرز ته دنوم نه څرگندولو په شرط وئيلي دي چې الوتکه په ډزو دلگيدو څخه دمخه شامي فضائي حدودو ته ورغلې وه اؤ امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز سره خبرو کې ځينو سفارت کارانو وئيلي دي چې الوتکه دپه نخښه کيدو وروستو دشام فضائي حدودو ته ورستنه شوې وه.
ددغه پيښې څخه وروستو دترکي اؤ روس ترمينځ اړيکې تاؤژنې شوي، دروس وزيراعظم دمتري ميدوديوف وئيلي دي چې دترکي له لوري دالوتکې درانسکورولو څخه وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ ځينې مهمې گډې منصوبې منسوخيدى شي.
دروس دخبري ادارو ترمخه دروس ددفاع وزارت ددغه پيښې څخه وروستو ترکي سره پوځي تماسونه قطع کړي.