د افغانستان پلازمينه کابل کې د اليکشن کمېشن د يو لوړپوړي چارواکي په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې په نتيجه کې يې يو تن وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي .
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېشن وياند نورمحمد نور وئيلي ځانمرګي بريد کوؤنکي د کمېشن د چارواکي عبدالرحمان رودوال په موټر چاؤدنه کړې ده .
خپله عبدالرحمان رودوال امريکا غږ سره په خبرو کې وئيلي چې د بريد په مهال هغه په ګاډي کې نه ؤ موجود ، او د ځانمرګې چاؤدنې په نتيجه کې د هغه ډرائيور وژل شوی دی .
راپورونه وايي د چاؤدنې په نتيجه کې په سړک موجود عام خلک ژوبل شوی دی .
د دغه پېښې پړه چې تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې خو وسله والو طالبانو له دې وړاندې د اليکشن کمېشن په غړو حملې کړي دي .
خواؤشا يوه مياشت پس په کابل کې دغه بريد شوی دی له دې وړاندې د اګست د مياشتې نه پس پرله پسې په پلازمينه کې خونړي بريدونه شوي چې پکې د مرګ ژوبلو پېښې رامنځته شوې وې .