د روس صدر ولاديمير پيوټن دخالي په ورځ د تُرکي په ضد د اقتصادي بندېزونو لګولو اعلان په داسې مهال کړ ی چې څلور ورځې وړاندې تُرکي د شام پولې سره نزدې د روس جنګي الوتکه راګوزاره کړې وه .
پيوټن د خالي په ورځ د بندېزونو لګولو په حکم نامه دستخط کړی دی ، د کوم په نتيجه کې چې د تُرکي د ځينو مصنوعاتو راغوښتو باندې پابندي ولګول شوه ، په روس کې کارکوؤنکي د تُرکي ټهېکداران به کارونه نور نه شي غزولی او په روس کې کارکوؤنکو د تُرکي ادارو په کار کې به ډېر فرق راشي .
د پيوټن لخوا د بندېزونو په امرکې د روس نه تُرکي ته د چارټرالوتکو ختمولو دپاره وئيل شوي او د روس د سېلګرۍ محکمې ته وئيل شوي چې د چهټيانو داسې پېکجې خرڅې نه کړي په کومو کې چې تُرکي پاتې کېدل وي .
د نهې په ورځ چې کله روسي الوتکه راګوزاره کړی شوه نو روس د تُرکي په ضد د عملياتو کولو دپاره دګامونو پورته کولو ګواښونه کول ، د کوم په نتيجه کې چې د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې لا پسې نورې ترينګلې شوې وې .
د تُرکي لخوا د جنګې الوتکې په راګوزارلو روسي صدر پيوټن سخت خفګان څرګند کړی ؤ .
له دې وړاندې د خالي په ورځ د تُرکي صدر رجب طيب اردوان په دغه خبره د افسوس اظهار کړی ؤ چې تُرکي د روس الوتکه رانسکوره کړې ، نوموړي وئيلي ؤ چې ملک يې په دغه پېښه رامنځته کېدو ريښتونی افسوس کوي او زياته کړې يې ده کاش چې داسې نه وی شوی .
نوموړي د باليکيسر په صوبه کې خپلو پلويانو ته په وينا کې وئيلي ؤ هغه هيله مند دی چې په دغه پېښه به د تُرکي او روس ترمينځ تاؤ تريخوالی نور زيات نه شي او يا به د دې کومې خرابي نتيجې رامنځته شي . نوموړي دا هيله هم څرګنده کړې وه چې دغه رنګ پېښه بيا رامنځته نه شي .
اردوان يو ځل بيا دغه خبره تکرار کړې چې د ګل په ورځ پېرس کې د شوور کېدونکي موسمياتي بدلون په سرمشريزه غونډه کې به پيوټن سره مخامخ وويني .
پيوټن چې د الوتکې په پېښه سخت خفه دی تراوسه يې دغې خبرې ته ځواب نه دی وئيلی .