لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په سکول حمله کې ککړ څلور ترهګر تېزندي کړی شو


د پاکستان د پوځ سرلښکر دوه ورځې وړاندې د دغو څلورو مجرمانو په بلېک وارنټ دستخط کړی ؤ .
د پاکستان د پوځ سرلښکر دوه ورځې وړاندې د دغو څلورو مجرمانو په بلېک وارنټ دستخط کړی ؤ .

پېښور کې تېر کال په ۱۶م دسمبر د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکې سکول (ارمي پبلک سکول) باندې ترهګريز بريد کې ککړ څلور مجرمان تېزندي کړی شو .

راپورونه وايي د پېښور د سکول په بريد کې ککړ څلور ترهګر نن د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا صوبې د کوهاټ په جېل کې تېزندي کړی شو .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دوه ورځې وړاندې د دغو څلورو مجرمانو په بلېک وارنټ دستخط کړی ؤ .

د پوځ د مطبوعاتې څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې د دغو کسانو پېژندګلو د شمس ځوې مولوي عبدالسلام، داول باز خان ځوې حضرت علي، دګلاب جان ځوې مجيب الرحمان عرف علي نجيب الله اؤ دعطاء الله ځوې سبيل عرف يحي په نومونو شوې وه .

د پېښور په سکول بريد کې ککړو ترهګرو ته په داسې مهال تېزندي ورکړی شوه ، چې د روانې مياشتې په ۱۶م نېټه د دغه خونړي بريد يو کال پوره کيږي .

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې ترهه ګرو پيښور کې د پوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول خونړۍ حمله کړې وه چې پکې د١٣٤ؤ ماشومانو په ګډون ١٥٠ کسان وژل شوي وو .

تحريک طالبان پاکستان د دغه پېښې پړه په غاړه اخيستې وه .

دغه څلور ترهګر چې نن تېزندي کړی شو د پوځ مطبوعاتي څانګې د دويې تفصيل مخکې وړاندې کړی ؤ ، د څلوور واړو تعلق د توحيدوالجهاد نومې ډلې سره ښکاره کړی شوی او وئيل شوي وو چې دويې د ارمي پبلک سکول د بريد سره په امنيتي ادارو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې ککړ وو .

پېښور کې په سکول باندې د بريد وروستو په ملک کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره جوړه شوې او د ۲۱م ائيني بدلون لاندې په پوځي اېکټ کې ترميم شوی چې ترمخه يې په ملک کې د ترهګرۍ د مقدمو دپاره پوځي عدالتونه قائم کړی شوي وو .

د ۲۱م او ۱۸م ائيني بدلون په ضد ستره محکمه کې خواست شوی ؤ خو د اګست په مياشت کې سترې محکمې دغه خواستونه رد کړي او د ائيني بدلون لاندېې د جوړو شوؤ پوځي عدالتونو په حق کې يې فېصله اورولې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG