د امريکې د کيليفورنيا رياست په سان برنارډينو ښار کې د معذورو کسانو د تربيت په يو مرکز ډزو کې لږ ترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي ، پوليس وئيلي دوه مشکوک حمله کوؤنکي هم وژل شوي او يو نيول شوی دی .
د سان برنارډينو د پوليس مشر جېروډبرګوان مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي مشکوک حمله کوؤنکې کسان پوره په تيارۍ سره راغلي او ډزې يې کړي دي . د ډزو نه څو ساعته پس پوليسو د ريډلينډز په علاقه کې هغه ګاډی معلوم کړی چې حمله کوؤنکي پکې د موقعې نه تښتېدلي وو .
برګوان وئيلي د پوليس په ډزو کې دوه حمله کوؤنکي وژل شوي او د مقابلې په مهال يو پوليس هم ژوبل شوی دی .
په وژل شوؤ بريد کوؤنکو کې يوه ښځه او يو سړی شامل دي خو دا نه ده معلومه شوې چې د دويې په خپل مينځ کې څه تعلق دی .
برګوان وئيلي د دغه ځايې نه يو بل کس هم د تېښتې په مهال نيول شوی خو نوموړي وئيلي دا لا نه ده معلومه چې هغه د حمله کوؤنکو ملګری دی او کنه د خپل حفاظت دپاره د موقعې نه په تېښته ؤ .
پوليس مشر دغه پېښې ته ځايې ترهګري وئيلې او دا چې په شا يې څه مقصد دی په دغې اړه يې څه نه دي وئيلي .
د پېښې په ځايې د اېف بي ائي يو چارواکي وئيلي چې د پېښې د پلټو نه مخکې دا به د وخت نه وړاندې وئيل وي چې د حمله کوؤنکو تعلق د کومې نړېوالې ترهګرې ډلې سره دی نوموړي وئيلي دويې د موقعې نه په ترلاسه کړی شوؤ شواهدو کار کوي .
سان برنارډينو د لاس اېنجلس نه نزدې په يوه ګهنټه فاصله لرې پروت ښار دی او دغه د معذورو کسانو د تربيت مرکز چې په هدف شوی دی ۴۰ کاله وړاندې جوړ شوی ؤ .
(سي بي اېس) ټي وي سره په خبرو کې صدر باراک اوباما وئيلي په امريکا کې د ډزو داسې عامې پېښې رامنځته کيږي چې په نړۍ کې يې بل ځايې مثال نشته .
نوموړي د امريکې د محفوظ جوړولو دپاره د حکومت په هره کچه چارواکو ته د دغه ډول پېښود مخنيوي دپاره د ګامونو پورته کولو په خبره زور راوړی دی .
تېره اوونۍ کولوراډو کې د خانداني منصوبه بندۍ په مرکز ډزې شوې او درې کسان پکې وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو ، او حمله کوؤنکی پوليسو نيولی ؤ .
امريکا کې په روان کال کې له دې وړاندې هم څو وژونکې پېښې رامنځته شوي او خلک پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي .