لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پارلمان د منظورۍ نه پس د برطانيې جنګي الوتکو په داعش بمباري کړې


د برطانيې ټورنېډو جنګې الوتکې د قبرص بېس نه پورته شوي شام کې يې اهداف په نښه کړي دي .
د برطانيې ټورنېډو جنګې الوتکې د قبرص بېس نه پورته شوي شام کې يې اهداف په نښه کړي دي .

د لندن لخوا تُندروه ډلې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره د فضائي عملياتو د منظورۍ نه څو ساعته پس د برطانيې جنګې الوتکو په شام کې د داعش په ضد بمباري کړې ده .

د برطانيې د دفاع چارواکي د زيارت په سحر وئيلي د برطانيې ټورنېډو جنګې الوتکې د قبرص بېس نه پورته شوي شام کې يې اهداف په نښه کړي او بېس ته په حفاظت واپس رارسېدلي دي .

چارواکي د نوم نه وئيلو په سر دغه معلومات هم نه دي شريک کړي چې په شام کې کوم ځايونه په هدف شوي او څومره عمليات ترسره شوي دي .

د شورو په ورځ د وزيراعظم ډېوډ کېمرون په بلنه پارلمان کې د ۱۰ ساعتونو د بحث نه پس په شام کې د داعش په ضد د فضائي حملو منظوري ورکړی شوې ده ، پارلمان کې ۳۹۷ غړو د حملو په حق کې او ۲۲۳ په مخالفت کې ووټ کارولی دی .

کېمرون پارلمان ته په وينا کې وئيلي فضائي عمليات د هغې غزېدلې تګ لارې برخه ده چې دا به تُندوره ډله په قابو کې کړي .

برطانيه د يو کال نه د زياتې مودې راهسې په عراق کې بمباري کوي او کېمرون په قانون سازو غږ کړی ؤ چې فضائي عمليات په شام کې د تُندروؤ پورې وغزول شي .

د امريکې صدر باراک اوباما د برطانيې د دغه پرېکړې هرکلی کړی او وئيلي يي دي چې داعش يوه نړيواله خطره جوړه شوې او په نړيوال ځواب به ورته ماتې ورکول کيږي .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر هم په يو بيان کې شام پورې د برطانيې د فضائي حملو غزولو د پرېکړې هرکلی کړی او وئيلي دي په دغه حق کې ووټ د اتحاد د مظبوطيا او د امريکې او برطانيې ترمينځ د کلکې دوستۍ ثبوت دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG