لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې دممتازقادري دنظرثانۍ خواست هم رد کړو


عدالت وئيلي د قادري وکيل د عدالت په وړاندې سلمان تاثير باندې د مذهب په سپکاوي ثابت کولو کې ناکامه شوی دی ،
عدالت وئيلي د قادري وکيل د عدالت په وړاندې سلمان تاثير باندې د مذهب په سپکاوي ثابت کولو کې ناکامه شوی دی ،

د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) نن د ممتازقادري لخوا د نظرثانۍ (بيا کتنې) خواست رد کړی شوی دی .

د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثير په وژنه کې د مرګ سزاوار ممتازقادري سترې محکمې ته خواست کړی ؤ چې هغه ته د اورول شوې سزا پرېکړې ته دې بيا کتنه اوشي .

د سترې محکمې د قاضي جسټس اصف سعيدکهوسه په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ چې د دغه خواست اورېدنه کوله ، عدالت وئيلي د قادري وکيل د عدالت په وړاندې سلمان تاثير باندې د مذهب په سپکاوي ثابت کولو کې ناکامه شوی دی ، او عدالت دغه خواست يې رد کړی دی .

عدالت وئيلي ممتاز قادري هر ځايې قتل منلی او هغه د پېښې د ځايې نه وسله په لاس نيول شوی ؤ .

راپورونه وايي عدالت د مذهب د سپکاوي په کېس کې د لارجربنچ جوړولو خواست هم رد کړ ی او د ممتازقادري وکيل ته يې وئيلي چې ته د مذهب سپکاوی ثابت کړه ، فېصلې ته به بيا کتنه اوشي او لارجربنچ به هم جوړ کړی شي .

عدالت زياته کړې چې دا د قتل مقدمه ده ، نه چې د مذهب د سپکاوي ، نه خو په سلمان تاثير د مذهب سپکاوی ثبوت شوی او نه په هغه کومه تهاڼه کې مقدمه درج کړی شوې وه .

ممتاز قادري د پنجاب د ګورنر سلمان تاثیر ساتونکی ؤ او په څلورم جون ۲۰۱۱م کې یې ګورنر تاثیر یوازې په دې خبره پلازمینه اسلام اباد کې وژلی ؤ چې ولې یې د توهین رسالت قانون د تور قانون په نوم یاد کړی ؤ.

هم په کال ۲۰۱۱م کې د اسلام اباد د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د سلمان تاثير په قتل کې ممتازقادري ته د تعزيرات پاکستان او ترهګرۍ د مخنيوي اېکټ لاندې دوه ځله د مرګ سزا اورولې وه .

وروستو د قادري د وکيل لخوا د اسلام اباد هائيکورټ ته د دغه پرېکړې په ضد خواستونو کې هائيکورټ د هغه د مرګ سزا په ځايې ساتلې او د ترهګرۍ دفعې ختمولو امر يې کړی ؤ .

د هغې نه پس سترې محکمې ممتازقادري ته د دوه ځله مرګ سزا په ځايې ساتلو سره په کېس کې د ترهګرۍ د دفعاتو بحالولو امر هم کړی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG