د شام په شمال لوئيديز ادليب ښار کې د اتوار په ورځ مشکوک روسي فضايي حمله کې ۳۶ کسان وژل شوي دي .
برطانيه کې جوړې د بشري حقونو ادارې سيرئين ابزروېټري وئيلي چې په وژل شوؤ کې زياتره هغه ياغيان دي څوک چې د بشارالاسد پلوي پوځ په ضد جنګېږي .
او امدادي ډلو وئيلي چې د ښار د ګڼې په مارکيټونو،سرکاري او ابادۍ والا علاقو کې شپږ فضايي بريدونه شوي دي .
په دغو حملو کې د ۱۵۰ نه زيات کسان ژوبل شوي هم دي او ځينې ژوبل د پولې پورې غاړې د تُرکي روغتونونو ته وړل شوي دي .
ماسکو په شام کې په ۳۰م ستمبر باندې بمبار پېل کړی او وايي چې دغه عمليات د داعش په ضد روان دي ولې غرب او ياغي تحريکونه وايي په دغو حملو کې د بشارالاسد مخالفين په هدف کولی شي نا چې تُندروه ډله داعش ، کومه چې امريکا او اتحاديان يې په هدف کوي .
د اتوار په ورځ دغه حمله په داسې مهال شوې چې په نيويارک کې قائمې د بشري حقونو تنظيم هيومن رائټس واچ په روس او شامي ځواکونو باندې د شام په جګړه کې په غټه پېمانه د کلسټربمونو کارولو تور لګولی دی ، د کوم جنګ چې نزدې پينځه کاله پوره کيږي او د دوه لاکو نه زيات خلک پکې وژل شوي دي .
شام ژمنه کړې چې ناتاره وسله به نه کاروي ، ولې د بشري حقونو د تنظيم يو چارواکي اولی سالوانګ وئيلي په شام کې د وسلې نه کارولو ژمنې تشې ختلي دي ، او زياته کړې يې ده چې په شام کې عام خلک په کلسټر بمونو په هدف کول کيږي .