لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وائي سنگين اولسوالۍ کې يې په لسگونو جنگيالي وژلي

 سنگين اولسوالۍ کې دپوليسو يو کمانډر اختر محمد دزيارت په ورځ ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي چې تيره شپه تندلارو داولسوال دودانۍ څخه په چاپيره سيمه تيره شپه قبضه کړې وه خو يوه گينټه وروستو مونږ په دې بيرته قبضه وکړه اؤ وداني اوس زمونږ تر واک لاندې ده.

افغان چارواکي وائي چې دهلمند ولايت په سنگين اولسوالۍ کې ترسره شوؤ عملياتو کې په لسگونو طالب جنگيالي وژل شوي اؤ سنگين اولسوالي اوس هم په حکومتي واک کې ده.

سنگين اولسوالۍ کې دپوليسو يو کمانډر اختر محمد دزيارت په ورځ ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي چې تيره شپه تندلارو داولسوال دودانۍ څخه په چاپيره سيمه تيره شپه قبضه کړې وه خو يوه گينټه وروستو مونږ په دې بيرته قبضه وکړه اؤ وداني اوس زمونږ تر واک لاندې ده.

همدغه شان په هلمند ولايت کې دافغان پوځ وياند غلام رسول ځاځي وئيلي دي چې تيره شپه په سنگين اولسوالۍ کې دطالبانو په ځالو فضائي بمباري شوې چې پکې ٢٥ جنگيالي وژل شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي، دهغه وينا وه چې جنگيالي په اولسي ابادۍ کې پناه اخلي نو له دې امله دعملياتو رفتار په مزه دى.

خو دافغان پوځ يو بل سينئر کمانډر جنرال عبدالودود بيا دعوه کوي چې افغان ځواکونو دنيټو په ملاتړ گډو عملياتو کې طالبان دمرکزي سيمو څخه پشا کړي ،٦٠ طالب جنگيالي يې وژلي اؤ ٤٠ يې نور ژوبل کړي دي.

په کابل کې دنيټو هيډکوارټرز پخلى کړى دى چې فضائي حملې ترسره شوي خو په دغه اړه يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.

دامريکائي پوځ کمانډر کرنل مائيکل لاهورن وئيلي دي چې امريکائي ځواکونو په ٢٣م دسمبر دهلمند ولايت په سنگين اولسوالۍ کې دوه فضائي حملې کړي دي.

دميډيا راپورونو ترمخه طالبانو دهلمند ولايت درې اولسوالۍ اؤ ددغه ولايت زياتره برخې نيولي، په مرکزي ستراتيژيکي سړکونو يې قبضه کړې چې ورسره سيمې ته داضافي عسکرو ليږلو کې مشکلات رامينځته کيږي.

برطانوي اؤ امريکائي ځواکونو دسنگين اولسوالۍ دکنټرول ترلاسه کولو لپاره تر څو کلونو جگړه کړې وه اؤ څيړونکي وائي چې ددغه اولسوالۍ دلاسه ورکول به داشرف غني دحکومت ملاتړ کوونکو لويديزو قوتونو لپاره ستره ضربه وي، نړيوالو ځواکونو تيرکال افغانستان کې دخپل جنگي مشن دخاتمې اعلان کړى اؤ اوس افغان ځواکونه په يواځې طالب جنگيالو سره په جگړه بوخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG