افغان ځواکونو هلمند ولايت کې دعملياتو په مهال ٥٩ بنديان دطالبانو دبند څخه راخوشې کړي دي.
دخبري ادارې رائيټرز ترمخه دافغانستان ددفاع دوزارت وياند دولت وزيري وئيلي دي چې دطالبانو دبند څخه راخوشې کړل شوؤ کسانو کې ٣٧ پوځيان،٧ پوليس اؤ نور اولسي وگړي شامل دي، دغه زندان دهلمند ولايت دسرښار لښکرگاه شمال لوري ته موقعيت لري.
دولت وزيري دا اطلاعات رد کړي چې طالبانو په هلمند ولايت په مکمله توگه کنټرول ترلاسه کړى خو دا يې منلې ده چې حکومتي ځواکونه دجنگيالو له لوري سخت مزاحمت سره مخ دي.
کابل کې هغه خبريالانو سره دخبرو په مهال وويل مونږ ته به منل وي چې افغانستان کې جگړه روانه ده.
دتيرو څو اوونو په مهال دجنگيالو لخوا دافغانستان پلازمينه کابل کې گڼ بريدونه شوي اؤ جنوبي ولايت هلمند کې جگړه روانه ده.
کابل کې دامريکائي ځواکونو له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې نهر سراج اولسوالۍ کې افغان ځواکونو دبنديانو دراخوشې کولو لپاره يو هيلي کاپټر کارولى، افغان ځواکونو ته په دغه مهال څه رقم مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
بيان کې وئيل شوي دي چې دغو عملياتو کې امريکائي ځواکونو محدود خفيه اطلاعات اؤ دمنصوبه بندۍ ملاتړ ورکړى اؤ زياته شوې ده چې امريکائي ځواکونه دعملياتو په مهال په ځمکه موجود وؤ.
دهلمند ولايت په گڼو سيمو دقبضې څخه وروستو دبنديانو دخوشې کولو لپاره دغه مهم عمليات ترسره شوي، هلمند دطالبانو روايتي مرکز گڼل کيږي.
تيره يوه مياشت کې هلمند ولايت کې دبنديانو دراخوشې کولو لپاره دغه دوهمه کارروائي وه، له دې وړاندې ددسمبر په دريمه نيټه هم نوزاد اولسوالۍ کې خواؤشا ٦٠ بنديان راخوشې کړل شوي وؤ.
دطالبانو ديو ځانمرگي لخوا کابل کې تيره ورځ په يو ريسټورنټ بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ ١٨ نور ژوبل شوي وؤ چې له دې وروستو هلمند کې يوځل بيا عمليات پيل کړل شوي.
دطالبانو لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي وؤ چې دغه بريد کې په لسگونو غيرملکي پوځيان وژل شوي اؤ ژوبل شوي خو طالبان اکثره افغانستان کې دمرگ ژوبلې په اړه دمبالغې څخه کار اخلي.
افغانستان کې طالبانو سره دامن مذاکراتو دوهم پړاؤ لپاره راتلونکې اوونۍ کې يوه غونډه رابلل شوې ، دې غونډه کې به پاکستان، چين اؤ دامريکا استازي گډون کوي.
طالبان دريځ لري څو پورې چې افغانستان کې غيرملکي پوځيان موجود وي هغوي مذاکراتي عمل کې خوښي نۀ لري خو افغان چارواکي وائي هاغو وسله والو ډلو سره به خبرې کوي څوک چې دتشدد لاره پريښودل غواړي.