دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ دگل په ورځ وئيلي دي چې اوباما انتظاميې د سعودي عرب چارواکو ته دشيعه عالم دتيزندي کولو دممکنه نتيجو خبردارى ورکړى، دسعودي عرب له لوري دشيعه عالم نمرالنمر دتيزندي کولو وروستو په نړيواله کچه احتجاجونه پيل شوي.
دگل په ورځ دمطبوعاتي کانفرنس په مهال ارنسټ وئيلي دي چې په اجتماعي توگه دتيزندۍ دعمل اؤ په ځانگړې توگه دنمرالنمر دتيزندي کولو دزيانمنو نتيجو په اړه امريکائي چارواکو دسعودي چارواکي د نيغ په نيغه انديښنو څخه خبر کړي دي.
هغه وويل دا انديښنه مونږ دسعودي سره دمخه راپورته کړې، اؤ له بده مرغه کومې انديښنې چې مونږ سعودي ته څرگندې کړي هغې هاغه نتيجې لرلي دکومو په اړه چې مونږ انديښمن وؤ.
دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي هم وئيلي دي چې هغوي په دې اړه انديښمن دي چې دالنمر تيزندي کول په داسې حال کې دفرقه ييز تاؤتريخوالي دسيوا کيدو خطره لري چې ددې دکميدو ضرورت دى.
شيخ نمر ته په کال ٢٠١٤م کې بغاوت اؤ نورو جرمونو کې دمرگ سزا اورول شوې وه، هغه دسعودي دشاهي کورنۍ سخت ناقد ؤ.
شېخ نمر په کال ۲۰۱۱م کې د شيعه ډلې لخوا د سعودي عرب په خيتزه سيمه کې د حکومت مخالفه مظاهرو مرکزي کردار ؤ ، شيعه اقليت ادعا کوي چې په سعودي کې دوې پسمانده ساتل کيږي او د نظرانداز کېدو شکايت کوي .
امريکا خبردارى ورکړى ؤ چې دشيعه عالم دمرگ په سزا عمل درامد سره به سيمه کې فرقه وارانه تاؤتريخوالي کې اضافه کيږي.
کويت نن تهران څخه خپل سفير بيرته غوښتى، سعودي عرب دمخه ايران سره سفارتي اړيکې قطع کړي اؤ بحرين اؤ سوډان هم دغسې کړي، متحده عرب اماراتو ايران سره خپلې سفارتي اړيکې محدودې کړي دي.