لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام او عراق ته د بهرنو جنګيالو د تګ سلسله دوام لري


شام او عراق ته د تلونکو بهرنو جنګيالو تازه شمېره په اکتوبر ۲۰۱۵م کې د لګول شوې اندازې نه زياته ده
شام او عراق ته د تلونکو بهرنو جنګيالو تازه شمېره په اکتوبر ۲۰۱۵م کې د لګول شوې اندازې نه زياته ده

شام او عراق ته د بهرنو جنګيالو د تګ د مخنيوي په لړ کې غربي هڅې موثره ګرځېدلي خو د تُندوره کسانو د جنګ مېدان ته تګ اوس هم دو ام لري .

د امريکا د استخباراتو يو چارواکي وايس اف امريکا ته د نوم نه څرګندولو په شرط وئيلي چې د وروستيو اندازو ترمخه چې خواؤشا د ۱۲۰ ملکونو نه ۳۴ زره او ۴۰۰ بهرني جنګيالي د شام او عراق په جنګ کې د شاميليدو دپاره رسيدلي دي . په دغو کسانو کې د ۶۰۰۰ تعلق د غربي ملکونو سره دی .

دغه شمېره په اکتوبر ۲۰۱۵م کې د لګول شوې اندازې نه زياته ده ، کله چې چارواکو وئيلي ؤ چې په عراق او شام کې نزدې د ۱۱۵ ملکونو ۳۰زره جنګيالي موجود دي چې پکې د ۴۵۰۰ تعلق د غربي ملکونو سره دی .

د استخباراتي چارواکو په وينا هغه امريکايان چې په جنګ د ګډون يا مرستو دپاره يې شام او عراق ته د تلو هڅه کوله ، د هغويې شمېره په خپل ځايې ولاړه ده او اوس هم دغه کسان خواؤشا ۲۵۰ دي .

د دغو اندازو معلومات لرونکو چارواکو خبرداری ورکړی چې په دغه شمېره کې د ځينو خبرو له امله د اضافي امکان دی ، چې پکې هغو معلوماتو ته رسايي او د داسې کسانو د پېژندګلو په اړه پټې هڅې شاملي دي .

د پخوانو استخباراتي چارواکو وينا ده زيات امکان دا دی چې په جون ۲۰۱۴م کې په موصل د داعش د قبضې نه پس دويې د جنګ مېدان ته ورسېدل .

يو پخواني استخباراتي افسر او د سيکيورټي انټيلي جنس ګروپ صوفان سره کار کوؤنکی پېټرک سکنر وايي ( په دې کې کمی راغلی دی ځکه چې هلته تلل مشکل شوي دي او يواځې امريکا نا ، بلکې نور ملکونه هم د دې په ضد عمليات کوي) .

ولې نوموړي وئيلي چې په ممکنه توګه د بهرنو جنګيالود تګ د مخنيوي دپاره دا ټول کافي نه دي .

(ترڅو پورې چې خلک هلته تلو ته تيار دي هغويې هلته تلی شي او مونږ د انتهاپسندو د تګ د مخنيوي په لړ کې د خپلو صلاحيتونو غلطه اندازه لګولې ده ) .

دفاعي چارواکي وايي چې د دې خبرې شواهد موجود دي چې داعش اوس د خلکو په جنګ کې په لازمي توګه شاملولو باندې مجبور ده خو دغه تُندروه ډله د جنګيالو د پرله پسې راتګ په سبب د ۲۰زرو نه نه ۳۰زرو پورې جنګيالود مستقل قوت په ځايې ساتلو قابل ده .

د شمېرو د معلوماتو لرلو يو امريکايي چارواکي وايس اف امريکا ته وئيلي چې د کال ۲۰۱۵م پورې هره مياشت به د زرو نه زيات بهرني جنګيالي په داعش کې شاميليدل، او چارواکي زياته کړې چې د تُرکي د چارواکو لخوا په پوله د څارنې د نظام زياتولو باوجود د تُرکي نه شام ته تلونکې لار تر ټولو زياته مشهوره پاتې شوې ده .

داشې شواهد هم دي چې د داعش پېغام د يورپي ځوانانو او په خصوصي توګه ښځو کې ډېر مقبول دی ، که څه هم د دې خلاف د پېغامونو خپرولو هڅې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG