امريکايي فضايي بريد د عراق په موصل ښار کې د داعش د نقد(کېش) ډالرو يوه ذخيره تباه کړې ده ، پينټاګون د ګل په ورځ پخلی کړی چې داعش ته تلونکی رقم الوزول شوی دی .
د پينټاګون چارواکو وئيلي چې دغه رقم د ناقانونه لارو، د تيلو په خرڅ ، لوټ مار او قلنګ په زريعه رايوځايې کړی شوی وو .
چارواکو وئيلي په دې نه دي خبر چې د دغه تباه شوي رقم کره شمېره څومره ده او دا په کومه کرنسۍ کې وو ، خو وئيلي دي دا لمړی ځل نه دی چې د داعش د نقد رقم ذخيره تباه کړی شوه .
د امريکا په مشرۍ اتحاد د داعش د پيسو جوړولو په اډو او د تيلو په ټرکونو بريدونه زيات کړي دي ، کوم تېل چې دغه ډله په ناقانونه لارو په مارکيټ کې خرڅوي .
د تُندروه ډلې داعش سره د عراق غټ ښار موصل د کال ۲۰۱۴م د اګست نه په ولقه کی دی .