امريکا عراق کې دگل په ورځ دترسره شوؤهاغو بريدونو غندنه کړې چې پکې لږ ترلږه ٤٦ کسان وژل شوي اؤ د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
تندروه ډلې داعش عراق کې دشوؤ دوؤ لويو حملو دذمه وارۍ قبلولو په ترڅ کې دعوه کړې ده چې دغو بريدونو کې يې دشيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکي کسان په نخښه کړي دي.
خودکش حمله کوونکو بغداد کې يو شاپنگ مال کې دسودا اخستو لپاره په ورغلو کسانو دډزو کولو وروستو پخپل ځان پسي تړلي بارود چولي وؤ چې پکې لږ ترلږه ١٨ کسان وژل شوي وؤ.
دپلازمينې بغداد څخه خواؤشا ٩٠ کلو ميټره شمال کې دمکداديه سيمه کې غبرگو خودکش حملو کې ٢٣ کسان وژل شوي وؤ.
دبغداد جنوب کې يو مارکيټ بمي چاؤدنه کې پينځه کسان وژل شوي وؤ.
دامريکا دخارجه وزارت وياند جان کربي دغه حملې ترهه گري گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې هيواد يې ترهه گرۍ ته دماتې ورکولو لپاره دعراق سره دملاتړ ددوامداره ساتلو لپاره ژمن دى.
عراقي ځواکونو دامريکا په مشرۍ دجوړ ائتلاف دفضائي کارروائيو په مرستې سره دهيواد لويديز اؤ شمال کې دداعش په ضد پرمختگ کړى دى.
تيره مياشت عراقي ځواکونو په رمادي قبضه بحال کړې وه اؤ وزيراعظم حيدرالعبادي وئيلي وؤ چې اوس دهغوي پام دموصل په لوري دى.