د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د شورو په ورځ د امريکې لخوا د عراق د موصل او شام د رقه ښارونو بيرته نيولو تګلاره ورړاندې کړې ده کوم دواړه ښارونه چې د داعش د قوت مرکزونه دي .
کارټر دغه خبره د کنټکې سټېټ د فورټ کمېپل په اډه باندې کړې ده چې امريکايي عسکر به ډېر زر عراق ته د عراقي او کرد ځواکونو د مرستې دپاره واستول شي چې وسله والو ته ماتې ورکړي .
کارټر وئيلي داعش کېنسر دی او د خورېدو خطره يې ده ، او نوموړي زياته کړې کېنسر تاسو د متاثره ځايې د کټ کولو سره نه شئ ختمولی بايد تاسو هر هغه ځايې دا تباه کړئ چې چرته ښکاره کيږي .
کارټر وئيلي چې د موصل د نيولو دپاره به عراقي ځواکونه د جنوب او کُرد پېشمرګه جنګيالي د شمال نه ورشي ، او امريکايي ځواکونه به په شام کې د رقه ښار نيولو دپاره ياغي ځواکونو ته روزنه ورکړي . رقه ته داعش خپله پلازمينه وايي .
هغه زياته کړې چې د دسمبر په مياشت کې عراق کې کوم خصوصي امريکايي ځواکونه استول شوي وو هغه تيار دي چې د عراقيانو سره مرسته اوکړي .
د نوموړي په وينا خصوصي ځواکونه د عراقي ځواکونو سره داعش د جنګيالو او مشرانو د وژنې يا نيولو دپاره تيار دي چې چرته ورته په لاس ورشي او دې سره نور اهداف هم په نښه کړي .
روانه اوونۍ امريکايي فضايي بريد په موصل کې د داعش د نقد رقم يو مرکز په هدف کړی او په ناقانونه لار ترلاسه کړي په ملينونو ډالره يې ورله تباه کړي وو .
کارټر وئيلي راتلونکې اوونۍ کې پېرس ته ځې او هلته به د پېرس، اسټريليا، برطانيې، نېدرلېنډ، جرمني او اټلي د دفاع وزيرانو سره وويني .