لاس رسیدونکی لینک

 
اقتصادي راهدارۍ کې لويديځې لار ته په لمړيتوب ورکولو پرېکړه شوې
تازه خبر

اقتصادي راهدارۍ کې لويديځې لار ته په لمړيتوب ورکولو پرېکړه شوې


وزيراعظم هاؤس اعلان کړی چې د څلورو واړو صوبو د اعلی وزيرانو يوه سټيرينګ کميټي به جوړولی شي او هغه به د لويديځې لارې د پرمختګ جاج اخلي .
وزيراعظم هاؤس اعلان کړی چې د څلورو واړو صوبو د اعلی وزيرانو يوه سټيرينګ کميټي به جوړولی شي او هغه به د لويديځې لارې د پرمختګ جاج اخلي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د سياسي ډلو د مشرانو سره په يوه غونډه کې پرېکړه شوې چې د چين ـ پاکستان اکنامک کوريډور (سي پي اي سي) اقتصادي راهدارۍ په لويديځه لار باندې به کار ته لمړيتوب ورکولی شي .

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د سياسي ګوندونو د مشرانو سره د غونډې نه پس د وزيراعظم د دفتر لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې وزيراعظم د لويديځې لارې عملي کولو په لړ کې په تېزۍ سره کار کولو هدايات ورکړ ي دي .

د سياسي مشرانو سره د صلاح مشورې د غونډې نه پس وزيراعظم هاؤس دغه اعلان کړی چې د څلورو واړو صوبو د اعلی وزيرانو يوه سټيرينګ کميټي به جوړولی شي او هغه به د لويديځې لارې د پرمختګ جاج اخلي .

راپورونه وايي د کميټۍ مشري به وزيراعظم نوازشريف په خپله کوي او هر درې مياشتې پس به يې غونډه کيږي .

د اقتصادي راهدارۍ د منصوبې په سر د وزيراعظم په مشرۍ د سياسي ګوندونو د مشرانو سره د صلاح غونډه په داسې مهال شوې چې د خېبرپښتونخوا د قام پرست ډلو سره صوبايي حکومت او دغه ډول د بلوچستان قام پرست ګوندونه هم په راهدارۍ د تحفظاتو څرګندونه کوي .

د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې چې د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو او د خېبرپښتونخوا صوبې اعلی وزيرپروېزخټک هم ګډون کړی ، په دغه مهال دا پرېکړه هم شوې چې د راهدارۍ د لارې سره سره به په اقتصادي زونونو جوړولو هم صوبو سره صلا ح کولی شي .

د غونډې نه پس د عوامي نيشنل ګوند يو مشر افراسياب خټک مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل وزيراعظم ورته په دويم ځل باور ورکړی چې په لويديځه لار باندې به اقتصادي زونونه او د شرقي لار په رنګ نورې منصوبې هم جوړولی شي .

او د خېبرپښتونخوا صوبې اعلی وزير پروېزخټک ووئيل خبره به هغه وخت جوړه شي چې په لويديځه لار ټولې منصوبې عملي کړی شي .

او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وئيلي د چېن په ډول دې پاکستان هم خپلو پاتې پسمانده علاقو پله زياته توجه وګرځوي .

د چين او پاکستان دغه اقتصادي راهداري چې د ۴۶ اربه ډالرو په لګښت به پرې د چين د کاشغر نه تر د پاکستان د ګوادر پورې د مواصلاتو (سړکونو) او د صنعتي زونو خورولو ادعاوې کيږي ، او اقتصادي راهدارۍ ته د سيمې د قسمت بدلولو منصوبې نوم ورکول کيږي خو مخالفه ګوندونه پرې د تحفظاتو څرګندونې کوي .

په دغه لړ کې روانه مياشت د پښتونخوا اولسي تحريک، جمعيت علمااسلام (ف) ډلې، د بلوچستان قام پرستوګوندونو او د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا د تحفظاتو د څرګندونو په موخه ټول ګونديزې غونډې شوي دي ، دويې وئيلي د مسلم ليګ (ن) ډلې مرکزي حکومت ورسره تشې ژمني کوي او د اقتصادي راهدارۍ ټولې ګټې پنجاب صوبې ته وړي .

په ټول ګونديزو غونډو کې اقتصادي راهدارۍ کې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې ته د پوره حقونو نه ورکولو په سر د مرکزي حکومت په وړاندې د تحريک چلولو او مبارزې دړکه ورکړل شوې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG