لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې دنړيوالو قوانينو خلاف ورزۍ شوي، ملګري ملتونه


 راپور کې وئيل شوي  دي چې زياترو بريدونو کې  اولسي وګړي په نخښه کړل شوي چې پکې دکډوالو کيمپونه، دوادۀ دستورې، سکولونه، بازارونه اؤ داوسيدو ځائيونه شامل دي.
 راپور کې وئيل شوي  دي چې زياترو بريدونو کې  اولسي وګړي په نخښه کړل شوي چې پکې دکډوالو کيمپونه، دوادۀ دستورې، سکولونه، بازارونه اؤ داوسيدو ځائيونه شامل دي.

دملګرو ملتونو يو پينل امنيتي شورا ته وئيلي دي يمن کې دې دټولو خواؤ لخوا دنړيوالو قوانينو په شکمنه توګه دخلاف ورزۍ دپلټنو امر وکړي.

يو نوي راپور کې ماهرانو وئيلي دي چې دحوثي ياغيانو په ضد کارروايۍ کوونکي سعودي ائتلاف ١١٩ داسې حملې کړي چې پکې په ممکنه توګه دبشري حقونو خلاف ورزۍ شوي دي.

راپور کې وئيل شوي دي چې زياترو بريدونو کې اولسي وګړي په نخښه کړل شوي چې پکې دکډوالو کيمپونه، دوادۀ دستورې، سکولونه، بازارونه اؤ داوسيدو ځائيونه شامل دي.

ماهرانو وئيلي دي چې لږ ترلږه درې داسې پيښې رامينځته شوي چې پکې هيلي کاپټرو داولسي وګړو تعاقب کړى اؤ په هغوي يې ډزې کړي دي

ماهرانو ته يمن ته دتللو اجازه نۀ ده ورکړل شوې اؤ هغوي دسيټلا ئټ عکسونو اؤ نورو ذريعو په مدد سره خپل راپور ترتيب کړى دى.

دملګرو ملتونو ماهران وائي چې ديمن ٨٢ فيصدو څخه زياتې ابادۍ ته دخوراک اؤ طبي اسانتياوؤ ضرورت دى.

سعودي ائتلاف په پلازمينه صنعاء حوثي ياغيانو ددغه ځايې څخه دويستلو هڅې کوي.

دې جګړه کې ٥٨٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي چې پکې په ګڼ شمير کې اولسي وګړي شامل دي، دملګرو ملتونو له لوري يمن کې داوربند هڅې ناکامه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG