لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : په ډزو کې دوه پوليس وژل شوي


د چارواکو په وينا وسله والو د پوليس په موبائيل ډزې کړي او تښتېدلي دي .
د چارواکو په وينا وسله والو د پوليس په موبائيل ډزې کړي او تښتېدلي دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې په سر ښار کوئټه کې د ډزو په يوه پېښه کې لږ ترلږه دوه پوليس وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .

د راپورونو ترمخه نامعلومو موټر سائيکل سورو وسله والو نن د زيارت په ورځ منيرمېنګل سړک باندې د پوليس په ګاډي ډزې کړي او تښتېدلي دي .

چارواکو وئيلي پېښه کې ژوبل پوليس د کوئټې سول روغتون ته وړل شوي او په روغتون کې بيړني حالات اعلان شوي دي .

پوليس او د ملېشې ځواکونو د پېښې موقعې ته ور رسېدلي او د بريد پلټنې يې پېل کړي دي .

روانه مياشت د کوئټې په سيټلائټ ټاؤن سيمه کې د پوليو د يو مرکز مخې ته ځانمرګی بريد شوی ؤ چې پکې د ۱۲ پوليسو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي وو .

له دې وړاندې هم د کوئټې په بېلابيلو سيمو کې پوليس په وسله وال بريدونو کې په هدف کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG