لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وائي دوروستي ترهه ګر تر خاتمې به جګړه روانه وي


ديو سرکاري بيان ترمخه دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ يوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې پاکستان کې دامنيتي اؤ اقتصادي صورتحال جاج اخستل شوى دى.
ديو سرکاري بيان ترمخه دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ يوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې پاکستان کې دامنيتي اؤ اقتصادي صورتحال جاج اخستل شوى دى.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف دخپل حکومت دا ژمنه يوځل بيا تکرار کړې چې دوروستي ترهه ګر تر خاتمې به دترهه ګرۍ په ضد جګړه روانه وي.

ديو سرکاري بيان ترمخه دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ يوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې پاکستان کې دامنيتي اؤ اقتصادي صورتحال جاج اخستل شوى دى.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه لرله چې ٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو دپيل کيدو راپديخوا دهيواد دامن وامان صورتحال کې ښه والى راغلى خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا دپاکستان بيلا بيلوبرخو کې دترهه ګرۍ پيښو کې يوځل بيا اضافه راغلې.

روانه مياشت کې دخيبرپښتونخوا په چارسده سيمه کې په باچاخان يونيورسټۍ دترهه ګريزې حملې څخه وروستو دپاکستان مرکزي حکومت دترهه ګرۍ دقومي تګلارې په ټولو نکتو دعمل درامد ددعوې په اړه هم داپوزيشن ګوندونو لخوا سختو نيوکو سره مخ دى.

قومي اسمبلۍ کې داپوزيشن مشر سيد خورشيد شاه په باچاخان يونيورسټۍ دحملې دجوډيشل تحقيقاتو غوښتنه کړې اؤ په يونيورسټۍ دحملې ترسره کيدو وروستو خيبرپښتونخوا کې دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان تور لګولى ؤ چې حکومت دترهه ګرۍ خاتمه کې سنجيده نۀ دى.

خو دپاکستان دانګريزې ژبې دورځپاڼې ډان ترمخه په حيرانونکې توګه دوزيراعظم په مشرۍ شوې دغه مهمه غونډه کې دپاکستاني پوځ دمرکز ،جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) څخه څوک موجود ؤ اؤ نۀ هم دقومي سلامتۍ مشاور (ر) ليفټننټ جنرل ناصر جنجوعه ته دغه غونډه کې دګډون بلنه ورکړل شوې وه خو بيا هم غونډه کې دهيواد په امنيتي وضعه غور شوى دى.

ورځپاڼې دوزيراعظم ديو ملګري له خُلې ليکلي چې دغونډې مقصد يواځې دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) دمشرانو له لوري په موجوده معاملو بحث کول وؤ نو ځکه دغه غونډه يواځې غيرپوځي قيادت پورې محدود ساتل شوې .

بيان کې وئيل شوي دي هيواد څخه دترهه ګرۍ خاتمه دپاکستاني رياست، حکومت اؤ اولس اجتماعي اراده ده.

وزيراعظم نوازشريف يوځل بيا دعوه کړې ده چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو ضرب عضب کې دترهه ګرو ملا ماته کړل شوې ده اؤ هغوي اوس اسان هدفونه په نخښه کوي.

وزيراعظم دغونډې برخه وال دسعودي عرب، ايران اؤ ډيوس دخپلې اوسنۍ دورې په اړه هم خبر کړل اؤ دعوه يې وکړه چې دهغه دحکومت دهلو ځلو له امله بهرنۍ نړۍ کې دپاکستان عکس ښه شوى.

دغونډې په مهال وزيراعظم نوازشريف ته روانه مياشت کې دخيبرپښتونخوا دچارسدې ضلعې په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې لړ کې هم حال احوال تير کړل شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG