لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوناما: په کال ۲۰۱۵م کې افغانستان کې د ملکي وګړو وژنې تر ټولو سېوا شوي


يوناما وئيلي چې دغه اداره  د کال ۲۰۰۹م پس د ملکي وګړو کومه شمېره راټولوي په هغې کې د تېر کال شمېره تر ټولو زياته ده .
يوناما وئيلي چې دغه اداره  د کال ۲۰۰۹م پس د ملکي وګړو کومه شمېره راټولوي په هغې کې د تېر کال شمېره تر ټولو زياته ده .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يوناما وئيلي چې په کال ۲۰۱۵م افغانستان کې د ۳۵۰۰ نه زيات ملکي وګړي وژل شوي او نزدې ۷۵۰۰ ژوبل شوي دي . يوناما وئيلي د ۲۰۱۴م کال په پرتله دغه وژنې څلور فيصده سېوا شوي دي .

په ۲۰۱۴م کال کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې شمېره ۹۶۱۷ ښودل شوې وه، چې له دې شمېرې څخه شاوخوا ۳۲۰۰ تنه يې وژل شوي او ۶۴۵۰ تنه نور ژوبل شوي وو .

خو د يوناما تازه رپورټ ښايي، چې په ۲۰۱۵م کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۱۱۰۰۲ ته لوړه شوې ده، چې پکې د وژل شوو شمېره ۳۵۴۵ او د ژوبلو شمېره ۷۴۵۷ ښودل شوې ده .

يوناما وئيلي چې دغه اداره د کال ۲۰۰۹م پس د ملکي وګړو کومه شمېره راټولوي په هغې کې د تېر کال شمېره تر ټولو زياته ده .

يوناما وئيلي چې په ځمکه او ابادۍ نه په چاپېره علاقو کې جنګ، ځانمرګي بريدونه او په غټو ښارونو کې حملې هغه علتونه دي چې له امله يې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې زياتې رامنځته شوي دي .

رپورټ کې زياته کړی شوې چې په ۲۰۱۵م کال کې ملکي افغانانو ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله د دواړو غاړو په مخامخ جګړو کې اوختې ده چې په نتيجه کې يې ۱۱۱۶ تنه وژل شوي او له ۳ زره څخه زيات نور ژوبل شوي دي .

د رپورټ ترمخه تېر کال د ښځو د وژنو په شمېره کې ۳۷ فيصده او ماشومانو د وژنو په شمېره کې ۱۴ فيصده اضافه شوې ده .

د يوناما رپورټ کې وئيل شوي چې که څه هم د کال ۲۰۱۴م په پرتله د طالبانو په حملو کې د ملکي وګړو وژنې ۱۰ فيصده کمې شوي دي، ولې بيا هم تر ټولو زياتې ۶۲ فيصده مرګ ژوبلې د طالبانو په بريدونو کې رامنځته شوي دي .

دغه رنګ وئيل شوي چې که د طالبانو لخوا په حملو کې د وژنو شمېره کمه شوې ولې د حکومتي ځواکونو لخوا په ځمکنو او فضايي عملياتو کې د ملکي وګړو وژنې زياتې شوي دي .

د يوناما مشر نيکولس هېسم په کابل کې خبريالانو ته وئيلي چې دغه رپورټ يې د خپرولو نه وړاندې د حکومتي ځواکونو او طالبانو سره شريک کړی دی .

هېسم وئيلي زمونږ د دغه رپورټ خپرولو مقصد د چا ملامت کول يا په چا تور لګول نه دي بلکې د دواړو خواؤ نه جنګي اثراتو کې بدلون وشي او غوښتنه يې کړې چې جګړه کې د ملکي وګړو د وژنو څخه ډډه وکړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG