لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انقره:پوځي کاروان سره نزدې بمي چاؤدنه کې۲۸ کسان وژل شوي


د ترکي پلازمينه انقره کې د پارليمنټ نه په څو سوه ګزه لرې فاصله باندې دغه موټري بمي حمله کې د پوځ بسونه په هدف شوي دي .
د ترکي پلازمينه انقره کې د پارليمنټ نه په څو سوه ګزه لرې فاصله باندې دغه موټري بمي حمله کې د پوځ بسونه په هدف شوي دي .

د ترکي صدر رجب طيب اردوان وئيلي د شوور په ورځ د انقره په منځ کې شوې بمي حملې بدل به اخلي ، په دغه بريد کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۶۱ ژوبل شوي وو .

صدر وئيلي حمله کوؤنکو ټول اخلاقي او انساني حدونه مات کړي دي او زياته کړې يې ده ترکي به نه يواځې د حمله کوؤنکو بلکې د هغه په وينا د دوې په شا د ولاړو قوتونو نه هم بدل اخلي .

د ترکي پلازمينه انقره کې د پارليمنټ نه په څو سوه ګزه لرې فاصله باندې دغه موټري بمي حمله کې د پوځ بسونه په هدف شوي دي .

د دغه حملې زمه واري چا نه ده قبوله کړې، خو په ترکي کې په ورستيو کې د داعش او کرد بېلتون خوښو لخوا دغه ډول بريدونه شوي دي .

د ترکي صدر اردوان د پېښې نه پس د ازربائيجان خپله دوره وروستو کړې او وزيراعظم احمداداؤداوغلو خپله د برسلز دوره منسوخ کړې ده چرته چې به نوموړي د کډوالو په مسله يورپي مشرانو سره خبرې کولې .

د پېښې عېني شاهدينو وئيلي د چاؤدنې اواز په ټول ښا ر کې اورېدل شوی دی.

د امريکا د قامي امنيت شورا وياند نېډپرائس په يو بيان کې وئيلي امريکا په خپل کلک اتحادي ترکي باندې شوی بريد په سختو ټکو کې غندي .

بيان کې وئيل شوي مونږ د نېټو اتحاد ملګري هېواد ترکي سره په کلکه ولاړ يُو څوک چې د داعش په ضد د اتحاد کلک غړی دی، دوې ژمنه کړې چې د دغه بريد په ترڅ کې به د ترهګرۍ په ضد روانه مبارزه او همکاري دوامداره ساتو .

د پېنټاګون مشر اېش کارټر هم د امريکا او ترکي په اړيکو ټينګار کړی او يو بيان کې يې انقره کې شوی بريد غندلی دی ، نوموړي وئيلي دغه بريد د ترهګرۍ په ضد زمونږ جګړه نوره پياوړې کوي .

د ملګروملتونو سيکرټري جنرل بان کي مون وئيلي هغه هيله مند دی چې بريد کوؤنکي به د قانون منګولو ته راوستی شي .

په ترکي کې د امريکې سفير جان باس په دغه پېښه د سخت خفګان څرګندونه کړې او د پېښې د متاثرينو دپاره يې دعاګانې ورلېږلي دي .

د بمي چاؤدنې زمه واري چا نه ده قبوله کړې او نه پوليس په دغې اړه څه وئيلي چې په شا يې د چا لاس دی .

د تېرکال اکتوبر په مياشت کې انقره کې په يو امن لاريون باندې د ځانمرګې بريد پړه په داعش ډله وراچول شوې وه په دغه بريد کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي وو .

ترکي چې په کال ۱۹۲۳م کې جديدرياست جوړی شوی د هغې نه پس په دغه ملک کې دا غټه خونړی ترهګر بريد ؤ چې شوی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG