لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل شريف په سرکاري دوره قطر ته رسېدلی


د افغان امن بهير او طالبانو سره د نېغ نېغه په خبرو  په لړکې د څلورو ملکونو د استازو غونډه صبا د نهې په ورځ کابل کې ټاکل شوې ده.
د افغان امن بهير او طالبانو سره د نېغ نېغه په خبرو  په لړکې د څلورو ملکونو د استازو غونډه صبا د نهې په ورځ کابل کې ټاکل شوې ده.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف نن د ګل په ورځ د قطر په يو ورځني سرکاري سفر تلی دی .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو لنډ بيان کې وئيل شوي چې د پوځ سرلښکر په خپله دغه يو ورځنۍ سرکاري دوره د قطر پلازمينې دوحه ته رسېدلی او نوموړی به په خپل دغه سفر کې د قطر سياسي او پوځي چارواکو سره ويني .

څيړونکي وايي د پاکستان د پوځ سرلښکر د قطر دغه ډېره د اهميت وړ ده ځکه چې صبا په کابل کې د افغان امن بهير په لړ کې د څلورو هېوادونو ترمنځ غونډه کيږي .

د افغان امن بهير په لړکې د طالبانو سره د خبرو دپاره له دې وړاندې د پاکستان، افغانستان،امريکا او چين د استازو ترمنځ دوه غونډې په اسلام اباد او يوه په کابل کې شوې ده .

د پاکستان او افغانستان په چارو نظر لرونکی خبريال طاهر خان وايي هم د جنرال راحيل شريف د دوحه سفر مهم بلي او وايي که څه هم په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر بند دی خو د طالبانو د سياسي مشران هلته موجود دي .

او نوموړی زياتوي که څه هم د پوځ د مشر د سفر په اړه پوځي بيان کې يواځې د قطر سياسي او پوځي مشرانو سره د ليدنو وئيل شوي خو له دې وړاندې طالبانو په ځينو خبرو کې د قطر حکومت مننې کړي او رابطې ورسره هم ساتي .

طاهرخان وايي په شپږمه فرورۍ چې په اسلام اباد کې د څلورو واړو ملکونو کومه درېمه غونډه شوې په هغې کې په دې خبره صلاح شوې وه چې پاکستان به په قطر کې طالبانو ته رسايي کوي او هغوې به د امن خبرو پروسې ته هڅوي .

د افغان امن بهير او طالبانو سره د نېغ نېغه په خبرو په لړکې د څلورو ملکونو د استازو غونډه صبا د نهې په ورځ کابل کې ټاکل شوې ده.

تېر کال د جولائۍ په مياشت کې د پاکستان په کوربه توب د افغان حکومت د استازو او طالبانو نېغ په نېغه خبرې شوې چې پکې د امريکا او چين استازو هم ګډون کړی ؤ ، او په دويم ځل کېدونکې خبرې د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې دخبرو راتلو نه پس ځنډېدلې وې .

د هغې نه پس په افغانستان کې د بدامنۍ او ترهګرۍ پېښې زياتې شوې او د پاکستان سره د افغانستان اړيکې هم ترينګلې شوې وې .

تېر د دسمبر په مياشت کې د افغان صدراشرف غني د اسيازړه غونډه کې د ګډون دپاره اسلام اباد ته راغلی او په دغه مهال د افغانستان د سولې په لړ کې طالبانو سره د خبرو د چوکاټ برابرلو دپاره د څلورو ملکونو کميټي جوړه شوې او د پاکستان او افغانستان اړيکې هم ښې شوي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG