لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو سره د مزاکراتو کوربتوب پاکستان خومشري یې افغانستان کوي- زاخېلوال


د افغان او افغان تر منځه به خبرې کیږي)
د افغان او افغان تر منځه به خبرې کیږي)

په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي دي چې د طالبانو سره د مزاکراتو لړۍ ودریدلې نه ده او د پردې شاته خبرې روانې دي - ښاغلي زاخېلوال د ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ويلي دي چې که دا مزا کرات څو ورځې مخکې وروستو شول نو دا څه غټه خبره نه ده - ښاغلی زاخېلوال واېي "زه خوش بينه یمه چې دا مزاکرات به ډیر زیات نه ځنډيږي او ډیر زر به پیل شي" ښاغلی زاخېلوال زیاتوي چې مطبوعاتو ته یواځې هغه څه ښکاري چې په ډاگه وي خو واېي چې ډیر څه د پردې شاته هم روان وي چې وخت او قناعت غواړي –

ښاغلي زاخېلوال د یو تپوس په ځواب کې اوویل چې ددې مزاکراتو کوربتوب پاکستان کوي اوهم په دغه اساس یې د طالبانو په گډون ټولو ته بلنې لیږلي دي- ښاغلی زاخېلوال زیاتوي چې دا د افغانستان د حکومت غوښتنه وه چې مزاکرات دې په اسلام اباد کې وي ځکه چې دا په لوجسټکي توگه باندې د ټولو د پاره اسانه وه خو واېي " چې خبرې به افغانان کوي ، پاکستان به د طالبانو په نمایندگۍ خبرې نه کوي او بل څوک به ځمونږ په نمایندگۍ خبرې نه کوي لهذا د افغان او افغان تر منځه به خبرې کیږي"

په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال سره درحمان بونېري د مرکې تفصيل په لانديني لينک اوریدلې شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:34 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG