لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ستر سندرغاړی خان تحصيل وفات شوی  


د خان تحصيل په زياتو مشهورو سندرو کې يوه فولک سندره دا هم ده چې "  ځې په لوړو غرونه ،ليلا په لوړو غرو کرلي دي ګلونه" .
د خان تحصيل په زياتو مشهورو سندرو کې يوه فولک سندره دا هم ده چې "  ځې په لوړو غرونه ،ليلا په لوړو غرو کرلي دي ګلونه" .

د پښتو فولکلوري موسيقۍ وتلی سندرغاړی خان تحصيل نن د نهې په ورځ د خېبرپښتونخوا په نوښار سيمه کې د ۸۶ کالو په عمر وفات شوی او خاورته سپارل شوی دی .

د خان تحصيل زوي راشد وايس اف امريکا ډيوه ويب پاڼې سره په خبرو کې وئيلي پلار ته يې داسې کومه ناروغې نه وه ورپېښه چې ګنې په کټ پروت وی ، هغه وويل د ورځې په دولس بجې يو ناڅاپه د ښاغلي طبعيت خراب شو او ساه يې ورکړه .

خان تحصيل د پښتو ښاغه ستر سندرغاړی دی چې په سوؤنو فولک سندرې او کاکړۍ غاړې يې يواځې او د خپلې هنرمندې ورندار زرسانګې سره په شريکه وئيلي او مشهوري شوي دي .

د هاغه په زياتو مشهورو سندرو کې يوه فولک سندره دا هم ده چې " ځې په لوړو غرونه ،ليلا په لوړو غرو کرلي دي ګلونه" .

خان تحصيل د لکي مروت په ظفرماما خېل سيمه کې د کال۱۹۳۰م د ستمبر په مياشت کې د نورمحمد کره سترګې غړولې وې .

د ده تعلق د فنکارې کورنۍ نه ؤ او پلار نورمحمد به يې هم شپېلۍ، تبله او رباب غږولو .

د زرسانګې خاوند چې ملاجان نومېدو د دده تره زوی ؤ .

خان تحصيل د هلکوانۍ نه په سندورو وئيلو پېل کړی ؤ ، دا مهال نوموړي په نوښار سيمه کې په يو تمبو کې د بې وسۍ او نېستۍ ډک ژوند کولو ، او هم په دغه تمبو کې هغه ساه ورکړې ده .

د پښتو ستر شاعر او په موسيقۍ پوهه لائق زاده لائق د خان تحصيل مرګ د پښتو اولسي موسيقۍ دپاره لوې زيان بولي ، او وايي چې د هغه دغه خدمات تر تله ياد ساتلی کيږي .

د خان تحصيل زوي ښاغلي راشد دا هم وويل چې پلار يې د نوښار په کنډرو سيمه کې خاورته سپارل شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG