لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : وسله والو ٨ حکومتي ملازمان تښتولي


 دغه پيښه دجنوبي وزيرستان ايجنسۍ په توئي خوله سيمه کې رامينځته شوې چرته چې وسله والو ددغو حکومتي ملازمانو ګاډى اودرولى اؤ هغوي يې نامعلوم ځايې ته تښتولي دي.
دغه پيښه دجنوبي وزيرستان ايجنسۍ په توئي خوله سيمه کې رامينځته شوې چرته چې وسله والو ددغو حکومتي ملازمانو ګاډى اودرولى اؤ هغوي يې نامعلوم ځايې ته تښتولي دي.

چارواکي وائي وسله والو کسانو دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې ٨ حکومتي ملازمان هاغه مهال تښتولي چې هغوي سيمه کې ديو جوړيدونکي ډيم دجاج اخستو لپاره روان وؤ.

دغه پيښه دجنوبي وزيرستان ايجنسۍ په توئي خوله سيمه کې رامينځته شوې چرته چې وسله والو ددغو حکومتي ملازمانو ګاډى اودرولى اؤ هغوي يې نامعلوم ځايې ته تښتولي دي.

جنوبي وزيرستان کې لوړپوړي حکومتي چارواکي ظفرالاسلام په دغه اړه اى ايف ته وئيلي دي چې دټوپک په زور تښتول شوؤ ملازمانو کې دچاؤ تنګي دوړوکي ډيم پراجيکټ ډائريکټر(عتيق بنګش)، دوه جيالوجيسټ اؤ نوره تکنيکي عمله شامله وه.

هغه وويل چې وسله والو حکومتي ملازمان هاغه مهال وتښتول کله چې هغوي دډيم دځايې په لوري ورروان وؤ.

يو بل سينئر حکومتي چارواکي هم ددغو ملازمانو دتښتولو پخلى کړى اؤ اى ايف پي ته يې وئيلي دي چې دتښتونکو دلټون لپاره عمليات پيل کړل شوي دي.

تر دې مهاله ددغه پيښې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.

دفرورۍ مياشت کې جنوبي وزيرستان کې تندلارو دجينکو يو سکول په بمونو الوځولى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې دغه سکول يې له دې امله په نخښه کړى چې دپوځ لخوا چلول کيدو، طالبان دجينکو دتعليم مخالفت کوي.

دپاکستان پوځ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عملياتو کې چټکتيا راوستلې وه چې طالبانو دکال ٢٠١٤م ددسمبر په مياشت کې دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول يوه حمله کې دخواؤشا ١٣٠ؤ ماشومانو په ګډون ١٥٠ کسان ووژل، دپاکستاني پوځ ددغو عملياتو په نتيجه کې ګڼ تندلاري ګاونډي هيواد افغانستان ته تښتيدلي اؤ دتيرو څو مياشتو راهسې افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG