لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور:د سرکاري ملازمانو ګاډی په بم الوځول شوی،١٦مړه


بس د درګۍ نه پیښور ته سرکاري ملازمان راوړل
بس د درګۍ نه پیښور ته سرکاري ملازمان راوړل

دپاکستان دخیبرپښتونخوا صوبې په سرښار پیښور کې دشورو په سحر د سرکاري مامورینو یو بس په بم الوځول شوی چې پکې ۱٦ کسان وژل شوي د ۳۰ خواوشا نور ژوبل دي.

د پیښور د پولیسو مشر عباس مجید مروت وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي دغه بس دمردان د درګۍ سیمې څخه دڅلویښتو نه نیولي تر پینځوسو د سول سکرټریټ ملازمان پیښور ته رارسول خو کله چې د پیښور د سنهري جومات خواته راورسیدو نو یوه زورداره چاودنه پکې وشوه .

د پولیسو مشر دغه چاودنه کې د ۱۵ کسانو د وژل کیدو اؤ ۲۸ؤ د ژوبل کیدو پخلی کړی اؤ وئیلي یې دي چاودیدونکي مواد د وړاندې څخه بس کې ځایې پځایې کړی شوی وؤ.

د بمونو شنډونکو پولیسو مشر ښاغلي شفقت ملک خبریالانو ته وئیلي په الوځول شوي‌ بس کې لږ ترلږه شپږ کلوګرامه بارود ایښودل شوي‌ وؤ.

دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو مشاور مشتاق غني ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي چې دبس دننه چاؤديدونکي مواد ايښودل شوي وؤ چې په نتيجه کې يې دغه چاؤدنه شوې ده.

هغه وويل دا بس ددرګۍ نه راغلى ؤ اؤ لاره کې يې په بيلا بيلو ځائيونو کې ملازمان کښينولي، دا سرکاري بس نۀ ؤ ، دا پرائيويټ بس ؤ چې انتظامي يې په مقامي توګه شوى ؤ، حکومت لارښوونې جاري کړي چې دکومې اډې څخه بس اوځي( که چرې کومه پيښه رامينځته کيږي) نو هم هاغه اډه به يې ذمه واره وي، نو ددې هم پلټنې کيږي

سرښار پيښور کې د سرکاري ملازمانو دترسره شوې دغه چاؤدنې ذمه واري پيښور سره پيوست قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دمنګل باغ په مشرۍ تندروه ډلې لښکراسلام په غاړه اخستې اؤ دا يې تيره ورځ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف لخوا د١٣ؤ ترهه ګرو دتيزندي کولو دمنظورۍ انتقام ګرځولى دى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف تيره ورځ د١٣ؤ سخت دريځو ترهه ګرو داعدامولو منظوري ورکړې وه.

د پوځ د مطبوعاتې څانګې ائي اېس پي ار ترمخه سزا شوي ترهګر د ترهګرۍ، په نانګاپربت کې د بهرنو سېلانيانو په وژنه، د سوات سېدو شريف هوايي اډه باندې بريد، د سکولونو ورانولو، پوځي ځواکونو، قانون نافذؤنکو ادارو او عامو خلکو باندې حملو کې ککړ وو .

د ائي اېس پي ار په وينا دغو ترهګرو ته د مرګ سزا پوځي عدالتونو اورولې او دويې په عدالتونو کې خپل جرمونه منلي دي .

دوه اوونۍ وړاندې د پيښور سره پيوست د چارسدې په شبقدر تحصيل کې د يو عدالت دننه شوي ځانمرګي بريد کې ۱۷ کسان وژل شوي وؤ اؤ تندروه ياغي طالبانو (جماعت الحرار)ددغه بريد پړه ددې دريځ پخپلولو سره اخستې وه چې په اسلام اباد کې د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير د قاتل ممتاز قادري د پهانسۍ په بدل کې يې دغه بريد کړي دي.

دخيبرپښتونخوا په چارسده اؤ سرښار پيښور کې دترسره شوؤ ترهه ګريزو بريدونو څخه وروستو په سوشل ميډيا پوښتنې راولاړې شوي چې په پنجاب کې دکيدونکو عملونو بدل په خيبرپښتونخوا کې دترهه ګريزو بريدونو په ترسره کولو سره ولې اخستل کيږي؟

د پیښې څخه وروستو امنیتي کارمندان ساحې ته رسیدلي اؤ امدادي فعالیتونه یې پیل کړي دي .

په دغه پیښه کې مړه شوي اؤ ژوبل شوي کسان د پيښور لیډي ریډنګ اؤ د کنټونمنټ بورډ روغتونونو ته رسول شوي.

د پيښور د لیډی ریډنګ هسپتال انتظامیې خبریالانو ته وئیلي چې په ژوبلو کې هم د اتوؤ کسانو حالت سخت دی چې له دغې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندیښنه ده.

د پیښور سکرټریټ بسونه له دې وړاندې هم دغه رقم چاودنو کې الوځول شوي چې په کې په لسګونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی اؤ‌ وروستو پاکستاني طالبانو د هغې پړه په غاړه اخستې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG