لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ مذاکراتو لپاره هڅه کوؤ،صدرممنون


 دغه څرګندونې هغه دتاجکستان يو پارليماني هيئت سره دخبرو په وخت کړې ده، دتاجکستان هيئت پاکستاني صدر سره پلازمينه اسلام اباد کې ليدنه کړې ده.
دغه څرګندونې هغه دتاجکستان يو پارليماني هيئت سره دخبرو په وخت کړې ده، دتاجکستان هيئت پاکستاني صدر سره پلازمينه اسلام اباد کې ليدنه کړې ده.

دپاکستان صدر ممنون حسين وئيلي دي چې هيواد يې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو لپاره هره ممکنه هڅه کوي.

دغه څرګندونې هغه دتاجکستان يو پارليماني هيئت سره دخبرو په وخت کړې ده، دتاجکستان هيئت پاکستاني صدر سره پلازمينه اسلام اباد کې ليدنه کړې ده.

دسرکاري بيان ترمخه صدر ممنون حسين وويل چې افغانستان، دپاکستان اؤ نړۍ دامن لپاره ډير مهم دى.

بل لوري ته ملګرو ملتونو کې دپاکستان مستقلې استازې ډاکټر مليحه لودهي هم وئيلي دي چې افغانستان کې امن دټولې سيمې په ګټه دى.

دملګرو ملتونو امنيتي شورا کې دافغانستان په اړه ترسره شوي بحث کې هغې وويل دنړيوالې ورورولۍ لخوا په دې خبره اتفاق کول چې افغانستان کې دامن دترلاسه کولو يواځينۍ لار سياسي هوارى دى،داطمينان وړ دي.

هغې دپاکستان دا دريځ تکرار کړو چې افغانستان کې امن دپاکستان دامن لپاره ضروري دى.

تيره مياشت کابل کې دپاکستان، افغانستان ، چين اؤ امريکا په استازو دمشتملې ډلې دغونډې ترسره کيدو څخه وروستو جاري شوې ګډه اعلاميه کې هيله څرګنده شوې وه چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دپاکستان په کوربه توب دامن مذاکرات ترسره شي خو طالبانو تيره اوونۍ افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامن مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ خو افغان صدر اشرف غني اؤ امريکا په طالبانو مذاکراتو کې دشريکيدو غږ کړى دى.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG