لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر: پوليس پوسته باندې وسله وال بريد کې ۱۳سرتيري وژل شوي


داعش ډلې د بريد زمه واري قبوله کړې او وئيلي يي دي خودکش بمباري يې د بارودو ډک ګاډي ته چاؤدنه ورکړې ده .
داعش ډلې د بريد زمه واري قبوله کړې او وئيلي يي دي خودکش بمباري يې د بارودو ډک ګاډي ته چاؤدنه ورکړې ده .

د مصر چارواکو وئيلي د خالي په ورځ د داعش وسله والو په سينا علاقه کې د پوليس په چيک پوسټ بريد کړی او ۱۳ سرتيري يې وژلي دي .

د مصر د کورنو چارو وزارت وئيلي د شمالي سينا صوبې په العريش سيمه کې د مارټر ګولې د لارې په چيک پوسټ بريد شوی دی .

داعش ډلې د بريد زمه واري قبوله کړې او وئيلي يي دي خودکش بمباري يې د بارودو ډک ګاډي ته چاؤدنه ورکړې ده .

داعش د جنورۍ په مياشت کې العريش کې هم د دغه ډول حملې زمه واري قبوله کړې وه او په هغې کې پينځه کسان وژل شوي وو .

مصر کې د څو کلونو راهسې په ټيټه کچه اسلامي تُندلاريتوب روان ؤ ، خو په کال ۲۰۱۳م د هغې وروستو دغه لړۍ تېزه شوه کله چې پوځ د صدر محمدمرسي تخته نسکوره او په ملک کې د احتجاجونو سلسله وغځېده .

سينا کې تر ټولو ناوړه پېښه تېر کال د اکتوبر په مياشت کې هغه وخت رامنځته شوې وه چې کله وسله والو يوه روسي الوتکه راګوزاره کړې او ۲۲۴ کسان پکې وژل شوي وو . سينا کې موقعيت لرونکو د داعش وسله والو د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG