لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن: فضايي بمبارۍ کې د القاعده په درځنونو غړي وژل شوي، پېنټاګون


کُک وئيلي په دغه کمېپ کې چې په نخښه شوی دی د ۷۰ نه زيات ترهګر روزل کېده او پوهان اوس د دغو عملياتو  نتيجې معلوموي .
کُک وئيلي په دغه کمېپ کې چې په نخښه شوی دی د ۷۰ نه زيات ترهګر روزل کېده او پوهان اوس د دغو عملياتو  نتيجې معلوموي .

پېنټاګون وئيلي يمن کې د امريکا په فضايي بمبارۍ کې د القاعده ډلې تربيتي مرکز په هدف کړی شوی چې پکې په درځنونو ترهګر وژل شوي دي .

د پېنټاګونو وياند پيټرکُک وئيلي دا حمله د عرب جزيرنُما (ټاپو) څانګې دپاره يوه ضربه ده، دغه ځايې د حملو دپاره د اډې په توګه کارېدو او د امريکايانو دپاره خطره وه .

"دغه عمليات القاعده ته د ماتې ورکولو او د هغوې د پټو ځالو نه پرېښودو په لړکې زمونږ د ژمنو څرګندونه کوي".

کُک وئيلي په دغه کمېپ کې چې په نخښه شوی دی د ۷۰ نه زيات ترهګر روزل کېده او پوهان اوس د دغو عملياتو نتيجې معلوموي .

ولې نوموړې وئيلي لمړۍ نتيجې ښکاره کوي چې د القاعده په درځنونو غړي پکې وژل شوي دي .

امريکايي چارواکي د القاعده د ټاپو دغه څانګه يا ډله ډېره خطرناکه ګڼي .

دا ډله په يمن کې د بدامنۍ، خانه جنګۍ او سياسي بې ثباتۍ ګټه پورته کوي او يوه غټه علاقه کې په خپله ولقه کې هم اخستې ده او د هلته نه ترهګر بريدونه کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG