لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ته په ماتې ورکولو ويسټ انډيز فائنل ته رسيدلى


په غوره کارکردګۍ سمنز دميچ تر ټولو ښه لوبغاړى ګرځول شوى دى.
په غوره کارکردګۍ سمنز دميچ تر ټولو ښه لوبغاړى ګرځول شوى دى.

دهند د١٩٣ رنز هدف په تعاقب کې ويسټ انډيز په 19.4 اورونو کې ددريوؤ وکټو په تاوان ١٩٦ رنز جوړ کړل اؤ دغسې يې هند ته په اوؤ وکټو ماتې ورکړه اؤ دټي ټوئنټي ورلډ کپ فائنل ته رسيدلى دى.

دويسټ انډيز سمنز دپينځوؤ چکو اؤ اوؤ چوکو په مدد سره په ٥١ بالونو ٨٢ رنز جوړ کړي اؤ ناټ اؤټ پاتې شوى، دهغه ترڅنګ رسل دڅلورو چکو اؤ دريوؤ چوکو په مدد سره په ٢٠ؤ بالونو٤٣ رنز جوړ کړي اؤ ناټ اؤټ پاتې شوى، همدغه شان جى چارلس هم ددوؤ چکو اؤ اوؤ چوکو په مدد سره په ٣٦ بالونو٥٢ رنز جوړ کړي،کرس ګيس په پينځه اؤ سيمؤل په اتۀ رنز اؤټ شوى دى.

دهند لخوا نهرا، بومراه اؤ کوهلي يو يو وکټ ترلاسه کړې ده.

په غوره کارکردګۍ سمنز دميچ تر ټولو ښه لوبغاړى ګرځول شوى دى.

له دې وړاندې ممبۍ کې ترسره شوي دغه مهم ميچ کې دټاس ګټلو وروستو ويسټ انډيز هند ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ هند په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې ددوؤ وکټو په تاوان ١٩٢ رنز جوړ کړل.

دهند لخوا ويرات کوهلي ترټولو زيات ٨٩ رنز جوړ کړي اؤ ناټ اؤټ پاتې شوى، دويرات کوهلي اننګزکې يوه چکه اؤ ١١ چوکې شاملې دي اؤ هغه يواځې ٤٧ بالونه لوبولي.

دکوهلي ترڅنګ شرما ددريوؤ چکو اؤ دريوؤ چوکو په مدد سره په ٣١ؤ بالونو ٤٣ رنز جوړ کړي دي،ريحانى هم ددوؤ چوکو په مدد سره په ٣٥ؤ بالونو ٤٠ رنز جوړ کړي اؤ کپان ايم ايس دهوني ديوې چوکې په مدد سره په نهو بالونو ١٥ رنز جوړکړي اؤ ناټ اؤټ پاتې شوى دى.

دويسټ انډيز لخوا رسل اؤ بدري يو،يو وکټ ترلاسه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG