لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېرس: د برسلز بريدونو کې دوه نور مشکوک کسان نيول شوي


د عبريني يوه ويډيو په ۱۳م نومبر پېرس کې د شوؤ حملو نه وړاندې پلازمينې پله تلونکې شاهراه باندې يوې کېمرې ريکارډ کړې وه .
د عبريني يوه ويډيو په ۱۳م نومبر پېرس کې د شوؤ حملو نه وړاندې پلازمينې پله تلونکې شاهراه باندې يوې کېمرې ريکارډ کړې وه .

د بيليجيئم پوليس تېر کال د نومبر په مياشت کې پېرس او تېره مياشت په برسلز کې ترسره شوؤ ترهګر بريدونو کې د دوه مبينه ملزمانو د نيولو ادعا کړې ده .

چارواکو وئيلي د محمدعبريني نومې کس عمر ۳۱ کاله دی او هغه د جمعې په ورځ نيول شوی دی . د مراکش نژاد بيلجيئن سره تعلق لرونکي دغه کس باندې شک دی چې دا هغه کس دی چې تېره مياشت برسلز کې هوايي اډه باندې د چاؤدنو نه پس د تښتې په وخت يوې کېمرې ريکارډ کړی ؤ .

په ويډيو کې دغه کس داسې ليدل شوی چې هېټ يا ټوپۍ کې يې مخ پټ ؤ او د بيلجيئن مطبوعاتو ده ته د هېټ په سر پُراسراره کس نوم ورکړی ؤ .

که چرته د دې خبرې پخلی وشي چې محمدعبريني هغه سړی دی کوم چې په ويډيو کې ليدل کيږي مطلب به يې دا وي چې ملزم د پېرس او برسلز په حملو کې تُند کردار ادا کړی ؤ .

د عبريني يوه ويډيو په ۱۳م نومبر پېرس کې د شوؤ حملو نه وړاندې پلازمينې پله تلونکې شاهراه باندې يوې کېمرې ريکارډ کړې وه .

په دغه ويډيو کې غبريني سره د پېرس حملو يو بل مرکزي ملزم صلاح الدين عبدالسلام هم ؤ څوک چې دا وخت د برسلز پوليس په قېد کې دی .

عبريني د پېرس حملو کې د ککړ ډلې هغه اخري کس ؤ د چا چې پوليس پېژندګلو کړې او مفرور ؤ .

د بيلجيئن پوليس د جمعې په ورځ د يو بل کس د نيولو ادعا هم کړې ده . او هغه په ۲۲م مارچ د برسلز په مائل بيک سب وی سټېشن باندې چاؤدنو کې مشکوک ګڼل کيږي .

تېر کال د نومبر په مياشت کې د پېرس په بېلابيلو سيمو کې ډزو او چاؤدنو کې ۱۶۲ او روان کال د مارچ په مياشت کې برسلز کې چاؤدنو کې ۳۲ کسان وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG